د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د هونان په ولايت کی يو نهه کلن هلک چه د سږی په هغی ناروغۍ اخته ؤ ،خو علت يی معلوم نه دی ، اوس روغ جوړ شو او د نوامبر په اولسمه نيټه له روغتون څخه ووت .
په تيره مياشت د هونان ولايت د شيانګ تان په ولسوالی کی هغه دری تنه ناروغان وموندل شول چه يو تن يی نوموړی هلک دی . له دی امله چه د نوموړی ولسوالی په يوه کلی کی د مرغانو انفلونزا ساری ناروغی وموندله شوه ، نو د چين د اړوندو پوهانو په نظر ، امکان شته چه دمرغانو انفلونزا نوموړو دريواړو ناروغانو ته خپره شوی ده .