د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د ځنګلدارۍ د اداری مرستيال جاو شيو مين په دولسمه نيټه د يوګند په مرکز کمپالا کی د لندو ځمکو د کوانسيون د لاسليکوونکو هيوادونو او سيمو په ګډون د نهم مجلس په اړه د وزيرانو په درجه غير رسمی غونډه کی له اړوندو خواؤ څخه غوښتنه وکړه چه د بين المللی همکاری له لاری د مهاجرو مرغانو لخوا د انفلونزا د ساری ناروغۍ د خپريدو د مخنيوۍ او کنترول لپاره لازم تدبيرونه ونيسی .
نوموړی وويل چه لندی ځمکی د اوبو د مرغانو د اوسيدو ځای او د مهاجرو مرغانو د انتقال هدفونه دي . نوموړی لاسليکوونکی هيوادونه او سيمی بايد د مرغانو د انفلونزا د سرايت د موجودی موضوع د حل لپاره تدبيرونه ونيسی .