دسين هوا اژانس د خبر له مخی ، دچين دکرنی د وزارت د ديارلسمی نيټی دخبر له مخی . تر دولسمی نيټې پوری د چين په زياتره ولايتونو، ښارونو او سيمو کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوی او کنترول لپاره تدبيرونه نيول شوی او اړوند کارونه يی په جدی او منظم ډول روان دي .
د تيری مياشتی د نيمايی راهيسی د چين په داخلی مغولستان ، أن خوی ، هو نان ، لياو نينګ او هو بۍ کی په وار سره د مرغانو د انفلونزا په اړه د H5N1 ډوله ساری ناروغۍ موندله شوی او په دغو ولايتونو او سيمو کی له لسو مليونو نه زيات کورنی مرغان وژل شوی دی .