د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د نوامبر په شپاړسمه نيټه د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف په راولپيندی کی دا څرګنده کړه چی پاکستان او هند بايد له فرصت څخه په استفادې سره د کشمير مسئله حله کړی. مشرف په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی غونډه کی د CRI راډيو د خبريال پوښتنې ته په ځواب کی وويل چی د جنوبی اسيا زلزلې د پاکستان او هند ترمنځ د روابطو د ښه والي دپاره ښه فرصت برابر کړی دی، نو د کشمير د مسئلې د حل و فصل امکان د پخوا په نسبت لا څرګند شويدی.
|