<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-17 15:41:29    
د شين يانګ د ښار د سی تا سيمه د کوريايی قوم د هيوادوالو کور

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانواوريدونکو، د چين د شمال ختيځ د لياو نينګ د ولايت په اړه د شين يانګ د ښار د سی تا په سيمه کښی د کوريايی قوم ګڼ شمير هيوادوال اوسيږی او دا سيمه د چين د ٌ کوچنی سيول ٌ لقب لری٠ نو په نننی پروګرام کښی به تاسی په دی باره کښی يو راپور واوری چه عنوان يی دی د سی تا سيمه د کوريايی قوم د هيوادوالو کور ٠

د سی تا سيمه نژدی سل کلن تاريخ لری او پکښی د چين د کوريايی قوم څه دپاسه ديرش زره تنه هيوادوال اوسيږی٠ دا سيمه په چين کښی د کوريايی قوم د هيوادوالو د اوسيدو دوهمه لويه سيمه ده او د سی تا واټ يی د کوريايی قوم څرګند خصوصيتونه لری چه پکښی تل د کوريايی قوم موزيکونه اوريدل کيږی او اکثره خلک يی هم په کوريايی ژبه خبرې کوی٠ نو کله چه خبريال په دی واټ کښی چکر واهه ، دا يی احساسوله چه لکه د کوريا د جمهوريت په يوه واټ کښی ګرځی٠برسيره پردی، د سی تا په تجارتی واټ کښی د کوريا د جمهوريت سل ګونه تصدی ، د چين د کوريايی قوم څه نا څه زر رستورانونه او دکانونه شته او زيات هغه هوټلونه موجود دی کوم چه د کوريا د جمهوريت او د يموکراتيکې کوريا سبکونه لری٠ نو په دی اثر دا واټ د ٌ کوچنی سيول ٌ لقب لری٠

د سی تا په واټ کښی د کوريايی قوم د خوراکونو کلتور ډير څرګند دی٠ هلته علاوه د کوريا د جمهوريت له خوندورو خوراکونو او کبابونو څخه زيات کوريايی خصوصيت لرونکی رستورانونه او د ساعت تيرۍ ځايونه هم شته ، دغه راز خلک په دی واټ کښی د کوريايی قوم سوړ اش، له سريښناکو وريجو څخه جوړی شوی چکۍ ، کوريايی پلاو او داسی نور خوراکونه خوړولای شی٠

د کوريايی قوم د يوه رستوران خاوند زمونږ د خبريال له لاری اوريدونکو ته سلام وويل ٠ کله چه خبريال دی رستوران ته ننووت، و يی ليدل چه زياتو مشتريانو پکښی ډوډۍ خوړله ، له دوی څخه ځينو د چين په ملی ژبه او ځينو په کوريايی يا انګلسی ژبو خبرې کولې٠ له دی څخه څرګنديږی چه نه يوازی د کوريا د جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا خلک د کوريايی قوم د خوراکونو له خوړلو سره شوق لری ، بلکه د چين د هان قوم خلک او حتی د لويديځې نړۍ د هيوادونو خلک هم ورسره ډيره مينه لری ٠ د نوموړی رستوران ښځينه خاوندې چه له کوريايی قوم څخه ده ، په خوښۍ سره د چين د شمال ختيځې سيمې په لهجه خبريال ته وويل چه ٌ زمونږ په رستوران کښی زيات داسی خوندور خوراکونه پلورل کيږی کوم چه د کوريايی قوم خصوصيت لری، مثلأ کوريايی کبابونه ، کوريايی پلاو ، سوړ اش او داسی نور٠ پرته د کوريايی قوم له خلکو څخه د هان د قوم زيات خلک هم کله نا کله زمونږ په رستوران کښی ډوډۍ خوری، ويل کيږی چه زمونږ رستوران تود بازار لری٠ٌ

په حقيقت کښی سی تا د چين د شين يانګ او د کوريا د جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسی جمهوريت ترمنځ د سياسی، اقتصادی او کلتوری تګ راتګ د ترسره کيدو يو ځای دی٠ هلته په ټولو هوټلونو او رستورانونو کښی چه که خاوندان يی د کوريا د جمهوريت اتباع وی يا د چين د کويايی قوم هيوادوال وی، د مصنوعی سپوږمۍ له لاری د کوريا د جمهوريت تلويزونی پروګرامونه ليدلی شی او په ځينو لويو هوټلونو او رستورانونو کښی په کوريايی ليک چاپ شوی مجلې او د کوريا د جمهوريت << د کوريا ورځپاڼه >> لوستل کيږی٠ دغه راز د کوريايی ټاپووزمې د ذروی مسئلې په شمول ځينی مهم موضوعات هم په شين يانګ کښی د کوريايی قوم د اوسيدونکو دپاره د توجه وړ دی٠ اوس د کوريا د جمهوريت زيات اوسنی موزيکونه، کالی او د خلکو د څيرې د ښکلا طريقې چين ته داخل شويدی او د زياتو چينی ځوانانو ډير خوښيږی٠ د څيرې او ويښتانو د ښکلا د يوې ارايشګاه ځوانی ښځينه خاوندې خبريال ته وويل چه ٌ زه د کوريايی قوم نجلی يم او څه دپاسه يو کال کيږی چه ما خپله دا ارايشګاه پرانيستلې ده٠ زمونږ په شاوخوا کښی د کوريايی قوم زيات هيوادوال اوسيږی٠ زه له مراجعه کوونکو سره ډيره ښه دوستی لرم او ګام په ګام د دی ځای د ژوند له چاپيريال سره يو ځای شوی يم ٠ٌ

د کوريا له جمهوريت سره د چين د اقتصادی تګ راتګ د ګام په ګام زياتيدو تر څنګه د شين يانګ ښاروالی د سی تا د سيمی د انکشاف راتلونکی ته متوجه شوی ، دا سيمه يی د خارجی سوداګرو او پانګو د راجلبولودپاره د خپل ښار د يوې کرکۍ په توګه ټاکلی او پريکړه يی کړيده چه د زياتو پانګو په اچولو سره د سی تا له سيمې څخه داسی تجارتی سيمه اباده کړی کوم چه د کوريايی قوم له خصوصيتونو او دودونو څخه ډکه وی٠