د سندری او نغمی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو. د نن خپرونی سندره مو د پښتو ژبی تکړه او نامتو سندرغاړی عبدالله مقری په غږ کی غوره کړيده.
عبدالله مقری د خپل هنری ژوند په اوږدو کی په سلګونو سندری ويلی او نوموړی سندری د مينی، محبت، ټوليزو ناخوالو د بيانولو او سوز او ساز نه ډکی دی. د دغه خوږ ژبی سندرغاړی سندرغاړی مينه وال ډېر دي او هم يی سندری د خوانانو ، زړو او کوچينانو په روحيه برابري او په زړه پوری دي.
غوږ به شو د مقری دی خوږی سندری ته چه وايی