د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو په نولسمه نيټه په بوسان کی د APEC د مشرانو د ديارلسمی غير رسمی غونډی د دوهمی مرحلی په مجلس کی څرګنده کړه چه د مرغانو انفلونزا په اوس وخت کی د اسيا او ارام سمندر د سيمی ، حتی د ټولی نړۍ په وړاندی يو چلنج دی او ددی سازمان ټول غړی هيوادونه او سيمی بايد د نوموړی چلنج سره د مقابله کولو لپاره سره نژدی همکاری وکړی .
هو جين تاو په دی ټينګار وکړ چه چين د نوموړی ساری ناروغۍ د سرايت د مخنيوۍ او کنترول کار ته ډير اهميت ورکوی او په دی ساحه کی د اسيا او ارام سمندر د سيمی د اقتصادی همکاری له موسسی سره د همکارۍ ملاتړ کوی .