د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د هند مطبوعاتی ذرايعو په شلمه نيټه خبر خپور کړ چه هند او پاکستان د عامه خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د کشمير د واقعی کنترول د کرښی په اوږدو کی لومړنی بندر او معبر خلاص کړی دی .
د هندو د ورځپاڼی د خبر له مخی ، د هندی کشمير په سيمه کی څليرويشت تنه اوسيدونکی د هغو خپلوانو د کتلو لپاره چه دزلزلی په اثر اړيکی بندې شوی وی ، په نولسمه نيټه د نوموړی لومړنی معبر له لاری د پاکستانی کشمير سيمی ته داخل شول .
د دواړو هيوادونو د موافقتنامی سره سم د نوامبر تر شپاړلسمی نيټې پوری هند او پاکستان د زلزلی نه وروسته د ژغورنی او مرستی په برخه کی د باهمی همکاری په نظر کی نيولو سره د نوموړی کرښی په اوږدو کی ټول پنځه بندرونه پرانستلی دی .