د شين جينګ د ورځپاڼې د خبر له مخی ، خبريال په نولسمه نيټه د چين د خوړو او درملو د نظارت او اداری د چارو له اداری څخه خبر اخيستی دی چه د انسان په بدن کی د مرغانو دانفلونزا په ضد واکسين او درمل چه د چين لخوا څيړل او جوړ شوی ، د ځانګړی منظورۍ مرحلی ته داخل شوی او د منظوری وخت يی به لنډ شی .
د خبر له مخی ، نوموړی اداری په دی وروستيو ورځو کی اړوند مقررات اعلان کړل او د خلکو د روغتيا په اړه د فوق العاده پيښو لپاره د اړتيا وړ درملونه تر ځانګړی څارنی او منظورۍ لاندی ونيول شی .