د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، تر اوسه پوری د چين د نهو ولايتونو او سيمو په يوويشتو ځايونو کی د مرغانو د انفلونزا سرايت موندل شوی دی .
د چين د کرنی د وزارت مرستيال اين چينګ جې په يووشتمه نيټه په بيجينګ کی نوموړی ارقام اعلان کړل او و يی ويل چه تر اوسه پوری په چين کی د نوموړی ساری ناروغۍ په اثر يو سل څلويښت زره کورنی مرغان مړه او نور له شلو مليونو نه زيات کورنی مرغان ووژل شول .