د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د نوامبر په يوويشتمه نيټه د چين د کرنی او روغتيا د وزارتونو اړوندو مامورينو په چين کی د خارجی هيوادونو سفارتونو اود اړوندو نړيوالو سازمانونو نمايندګيو ته د چين په لويه وچه کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت دمخنيوۍ او کنترول په باب معلومات ورکړل او و يی ويل چه د روان کال راهيسی په وار سره د چين په نهو ولايتونو او سيمو کی د مرغانو د انفلونزا سرايت موندل شوی ، اوس يی په مثبته او موثره توګه کنترول شوی دی .