د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د نوامبر په يوويشتمه نيټه هند او پاکستان د کشمير د واقعی کرښې په اوږدو کی د افرادو د تګ راتګ بله لاره پرانيستله. دغه لاره د هندی کشمير د پونچ او د پاکستانی کشمير د راوالکوت ترمنځ واقع ده. دا په ١٩٤٧ کال کی د هند او پاکستان د جلا کېدو نه راهيسی لومړی ځل دی چی د نوموړې لارې په واسطه د تګ راتګ اجازه ورکړل شويده او دا د زلزلې نه وروسته په کشمير کی د امدادی عملياتو د چټک کېدو دپاره د هند او پاکستان له خوا د مالونو د وړلو راوړلو لپاره پرانيستل شوی لومړی لاره ده.
|