د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د صدراعظم مرستيال خوی ليانګ يو په دوه ويشتمه نيټه په بيجينګ کی وويل چه اړوندی څانګی بايد په هراړخيز ډول د حيواناتو د سختو ساری ناروغيو په ضد تازه فوق العاده مقررات عملی کړی او د قوانينو سره سم دی د مرغانو د انفلونزا په شمول د حيواناتو د سختو ساری ناروغيو د وقايی او کنترول کار پياوړی کړی .
ښاغلی خوی ليانګ يو د نوموړو نويو مقرراتو په هکله د دولتی شورا لخوا په جوړه شوی يوه غونډه کی نوموړی غوښتنه وړاندی کړی ده .