د سين هوا اژانس دخبر له مخی : د چين د کرنی وزارت د نوامبر په درويشتمه نيټه اعلان وکړ چه د چين د سينجانګ د ويغوری قوم د خود مختاری سيمی د مي چيون په ښار کی د مرغانو د H5N1 ډول انفلونزا رامنځته شو .
د نوموړی ناروغی د رامنځته کيدو نه وروسته د چين د کرنی وزارت سمدلاسه د مي چيون ښار ته د مختصصيانو ګروپ ورليږلی او د سينجانګ د بيطادی څانګی تر لارښوونی لاندی د ناروغۍ د دری کيلومترۍ د سيمی په شاوخوا کی څلور اتيا زره کورنی مرغا ن ووژل شول .