<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-24 17:59:04    
د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ څيړونکی

cri

د چين د ٌ يی ٌ قوم د چين په جنوب لويديځه برخه کښی اوسيږی، څرنګه چه دا قوم لرغونی تاريخ او غنی کلتور لری، نو مخ په زياتيدونکی پوهان د دی قوم پوهۍ ته ډيره توجه ورکوی٠ له څو کالو راهيسی، د ٌ يی ٌ د قوم د مذهب ، ژبې او شعرونو څيړنې په جوش و خروش سره روانې دی او په تيره بيا په امريکا او جاپان کښی حتی د چين د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ د څيړنې دپاره خاص سازمانونه جوړ شويدی٠

د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ د يادونې په وخت کښی بايد دی ته اشاره وشی چه د امريکی پوهاند هاريل ستيوان په دی برخه کښی سترې کارنامې قايمې کړيدی٠ ښاغلی هاريل ستيوان د امريکې د سياتل د ښار په اړه د واشنګټن د پوهنتون پروفيسر دی چه د بشری پوهۍ څيړنې کوی٠ لس کاله مخکښی هغه د چينی او خارجی پوهانو په راسمبالولو سره د سياتل په ښار کښی د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ د څيړنې په باب لومړی بين المللی مباحثوی غونډه جوړه کړه٠ ورپسی په وار سره په المان او چين کښی نورې دری همداسی مباحثوی غونډې جوړې شوې ٠ د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ ټول چينی او خارجی څيړونکی په دی مباحثوی غونډه کښی برخه اخيستل د افتخار په توګه بولی٠

هر کال ښاغلی هاريل ستيوان د چين د يون نان، سچوان او ګوۍ جو په ولايتونو کښی د ٌ يی ٌ قوم د ګن شمير خلکو د اوسيدو په سيمو کښی نيم کال تيروی او د چين په ملی ژبه يا د ٌ يی ٌ قوم په ژبه له محلی اوسيدونکو سره خبرې کوی چه له دوی سره يی ژوره دوستی قايمه کړيده٠ هغه په چينی ژبه خبريال ته وويل چه اوس د ٌ يی ٌ د قوم خلک زما د خپلوانو په شان دی ٠ د ٌ يی ٌ قوم د پوهۍ څيړنه زما عمده کار او زما د ژوند يوه برخه ګرځيدلی ده٠ ما د امريکې له نورو پوهانو سره يو ځای د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ په باب دوه کتابونه ليکلی دی او په راتلونکی کښی به نور زيات داسی کتابونه وليکم٠

په حقيقت کښی د چين د يوه لرغونی قوم په توګه د ٌ يی ٌ قوم ان د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايی کښی د چينی او خارجی پوهانو توجه راجلبه کړه٠ د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کښی د چين په دننه کښی د ٌ يی ٌ قوم د پوهۍ د څيړلو دپاره يو شمير ځانګړی ستيټيوټونه او څانګې جوړې شوی او يو شمير خاص پوهان پکښی روزل شويدی ٠ دغه راز د امريکې، المان او جاپان بشری پوهان او د ولسی دودونو څيړونکی هم په پرله پسی توګه د دی قوم د اوسيدو په سيمو کښی داخل شوی او په مربوطو ټولنيزو تحقيقاتو او څيړنو يی پيل کړيدی٠

د چين د سچوان په ولايت کښی د ليانګ شان په نامه د ٌ يی ٌ د قوم د خودمختارې لويې ولسوالی د قومی انستيټيوټ مسئول ما اړ ځی د امريکې له پوهاند هاريل ستيوان سره يوځای د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ د څيړنې دپاره زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠ هغه د دی قوم د يوه هيوادوال په توګه په خوښۍ سره خبريال ته وويل چه يو شيمر پوهانو د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ ډيرې ښې اساسی څيړنې کړيدی٠ د دی پوهۍ په بيلا بيلو برخو کښی د څيړنې يو شمير ښه موفقيتونه ترلاسه شويدی٠ د ٌ يی ٌ د قوم د ژبې، ليک دود، ټولنيز ژوند ، کلتور ، قانونی نظام او مذهبی عقيدې په څيړنو کښی ښه پرمختګ لاس ته راغلی دی٠ اوس د ٌ يی ٌ د قوم پوهۍ د دی قوم د تاريخ ، علومو، عنعنوی کلتور او مذهب او عصری اقتصاد په باب يو ترکيبی علم ګرځيدلی دی٠

د جاپان د کاناګاو د پوهنتون پروفيسر کينجی سانو په تيرو څو کالو کښی د چين د ٌ يی ٌ د قوم د مذهب د څيړنې له امله د ٌ يی ٌ د قوم د پوهۍ په ټولنه کښی شهرت لری٠ د ده په نظر د ٌ يی ٌ د قوم مذهب اوس په نړۍ کښی له هغو لرغونو مذهبونو څخه شميرل کيږی چه په ډير ښه شان سره ساتل شويدی٠ پروفيسر کينجی سانو دا احساسوی چه د چين د ٌ يی ٌ د قوم د مذهب څيړنه د خپل قوم د لا ښه پيژندلو دپاره ښه اهميت لری٠ ده وويل چه زما په نظر، خلک عمومأ خپله شا نشی ليدلای٠ کلتور همداسی دی، زه د جاپان د ولسی دودونو څيړونکی يم او دا احساسوم چه د خپل هيواد کلتور بايد د خارجی کلتور له لاری وکتل شی٠ جاپان هم لرغونی مذهبونه لری، زه د چين د ٌ يی ٌ د قوم د مذهبی کلتور د څيړلو له لاری په لا ژوره توګه د جاپانی ټولنې په ځينو ولسی دودونو باندی پوهيدای شم ٠ ٌ