د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په چين کی د روغتيا نړيوال د سازمان مامور د نوامبر په څليرويتشمه نيټه په بيجينګ کی وويل چه دغه سازمان به د چين د ان هوی په ولايت کی د مرغانو د انفلونزا په ناروغۍ د اخته کسانو او د مړه شويو دوو تنو په هکله د چين د روغتيا د وزارت په تحقيقاتو کی د ګډون لپاره متخصصين ور وليږی. په چين کی د روغتيا نړيوال سازمان د نمايندګی د دفتر اړوند مسئول خبريالانو ته وويل چه د روغتيا نړيوال سازمان د چين د روغتيا د وزارت بلنه تر لاسه کړی او دواړه خواوی د ځينو جزياتو په باب سلامشوره کوی نو دغه تحقيقات به ژر عملی شی.
|