د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په چين کی د روغتيا د نړيوال سازمان د نمايندګۍ يوه مامور په پنځه ويشتمه نيټه په بيجينګ کی له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د مرغانو د انفلونزا د سرايت سره د مقابله کولو په برخه کی د روغتيا د نړيوال سازمان او چين ترمنځ همکاری د خوښی او تشويق وړ ده او يقين دی چه د نوموړی ساری ناروغی د وقايی او کنترول په برخه کی د چين لياقت او طاقت به په پرله پسی توګه پياوړتيا ومومی .
نوموړی مامور زياته کړه چه د چين د روغتيا وزارت د انسان او مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د موندلو ، معاينی او تشخيص په بهير کی پر وخت د روغتيا نړيوال سازمان ته اړوند تفصيلات ورکړی او په اړونده تخنيکی ساحه کی دواړو خواؤيوله بل سره همکاری او تبادله هم کړی ده .