<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-26 17:56:47    
 مونږ او اوريدونکی

cri

دا دی يوه بله اونی هم تيره شوه او زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين چونګ ستاسو د خوښۍ او رغتيا په هيله د مونږ او اورديونکی د خپرونی په وړاندی کولوسره ستاسو په خدمت کښی يو . هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .

چين چونګ __ مخکښی له دی نه چه د محترمو اوريدونکو د ليکونو په لوستلو پيل وکړو .د ګرانو اوريدونکو څخه په ډير درنښت هيله کوو چه خپل ليکونه او پتی په څرګند ډول وليکی، تر څو مونږ د ستاسو ليکونو په لوستلو کښی له ستونزو سره مخامخ نه شو او رمز صاحب تاسو مهربانی وکړی ، لومړی ليک راواخلی چه د کوم اوريدونکی دی او له کومه ځايه يی راستولی دی .

رمز __ ډير ښه ، چين چونګ جانی ، دا لومړی ليک زمونږ دايمی اوريدونکی بدرالدين عزيزی د صوبه بلوچستان د ضلع پشين کلی تراټی څخه رااستولی دی او خپل ملګری يی لعل محمد ساحر، محمد نعيم ازاد ، عبدالواجد پرديسی او رحمت الله کاکړ ليکلی دی .

محترم عزيزی د ګيډی ګيډی سلامونه نه وروسته زمونږ د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه ډير ستايلی دی او وايی چه په شوق او ذوق سره يی اوروو .

دغه شان عزيزی زياتوی چه ستاسو ټول مطبوعات او د پښتو هنداری په نوم پاڼه مونږ ته راورسيده او له دی امله ډير خوشحاله شولو او بيا د ليک په بله برخه کښی ليکی چه زما ډيرو دوستانو لکه تيمور شاه کمال ، محمد رحيم کاکړ ، محمد قاسم

صياد ، امان الله کاکړ ، نصرالله ذاکر ، حاجی محمد قاسم . محمد خان محمود ، امان الله برات ، محمد عظيم ارمان ، محمد هارون سرحدی ، سميع الله افکار ، حافظ محمد قاسم ، حافظ محمد اسماعيل ، عبدالله جان ارمانی ، محمد طاهر غمګين ، اختر جان زهير ، محمد ظاهر تنها ، عبدالقادر خان او نعمت الله کاکړ له ما سره قول کړی دی چه د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په دوامداره توګه واوری او بعضی مو دی ته تشويق کړی دی چه له تاسو سره د د ليکونو اړيکی ټينګی کړی .

چين چونګ __ بدرالدين عزيزی صاحب په ريښتيا هم ډير کار کړی د ی اوزمونږ د خپرونی سره ددوی د مينی او علاقی څخه مننه کوو او عزيزی صاحب نور څه پخپل ليک کښی ليکلی دی .

رمز __ دوی ليکلی چه اقبال بشر دوست ، شازيه تبسم او سيدالرحمن بهير ته د هوا په څپو کښی سلامونه وايم ، دا دی ددوی دوستانو ته مو ددوی سلامونه هم خپاره کړل او د ليک په پای کښی يی د تل په شان يو شعر هم ليکلی دی .

چين چونګ __ نو مهربانی وکړی، شعر يی هم ور ته ولولی

رمز__ ډير ښه ،د عزيزی صاحب شعر دی چه وايی

په غرونو کی نښتر وی او په کلی کښی چنار

په زړه کښی مګر څانګی څانګی وعغځيږی يار

راوغځوه لاس لکه دکوچو غوندی سپين

د تورو وينو ډک زړه ګی می دی پر هار پرهار

ورځه ور پسی راوله شبنم غوندی طبيب

غزل دی شو کاروانه د نرګس غوندی بيمار ،

چين چونګ__ بدرالدين عزيزی او ټول ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او د

ښکلی او په زړه پوری ليک نه يی مننه کوو . ددوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز__د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هريپور شلم نمبر کمپ نه هجرت الله فريادی په خپل راليږل شوی ليک کښی لومړی سلامونه ليکلی او بيا يی زياته کړی چه د چين د بين اللملی راډيو پښتو خپرونه په شوق او ذوق سرۀ اورم . بيا د خپل ليک په بله برخه کښی زياتوی چه اوس چه زمونږ ګران افغانستان د تيرو جګړو له امله وران وييجاړ دی او د نړۍ ډير هيوادونه او موسسی د دغو ورانيو او ويجاړيو د بيا ابادۍ دپاره کار کوی ، دوی ټول پلونه ،سړکوړنه ، ښوونځی ، روغتونونه او داسی نور جوړوی ، خو تر ټولو نه د چين دولسی جمهوريت خلک او کمپنی پکښی ډير ښه کار کوی او ټول افغانان د چينايانو د کار او زيار له امله خوښی څرګندوی او د چينايانو د مرستو له امله مننه کوی چه زمونږ دګران هيواد په بيا ابادۍ کښی دزړه له کومی برخه اخلی .

دغه راز ښاغلی هجرت الله فريادی د خپل ليک په پای کښی د ملانصرالدين ډيره اوږده کيسه هم ليکلی ده ، لومړی خو تکراری ده او دوهم دا چه د نشروړ نه ده، هيله ده چه په راتلونکو ليکونو کښی ښی ښی کيسی وليکی .

چين چونګ __ ښاغلی فريادی ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ او ښه ګاونديتوب له امله مو د نيک نظر څخه مننه کوو.مونږ هم ستا په شان په دی نظريو چه زمونږ د دواړو هيوادونو او خلکو تر منځ دغه ښه دوستۍ دی تل او هميشه ټينګه وی .ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز __ دا ليک زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان چه د افغانستان د سمنګانو د ولايت اوسيدونکی دی او اوس د پاکستان په صوبه سرحد مانسهره کښی

ژوند کوی ، راليږلی دی . بايد ووايم چه عرفان صاحب او ددوی د کلب ټول ملګری چه نوم يی د اريانا کلب د ی، هره اونی په دوامداره توګه مونږ ته ليکونه رااستوی چه ورڅخه ډيره مننه کوو .

محمد عارف عرفان په خپل ليک کښی د خپلو دغو ملګرو نومونه دايما ليکی چه نومونه يی دا دی ،امان الله امان ، سيدا ګل همکار ، عبداالغياث همراز ، خان محمد خاکسار ، نقيب الله پرديس ، طارق الله همدرد ، نثار احمد احمدی ، ګل رسول ، قدرت الله ارمانی ، نور جان نورانی او برهاالدين خياط د سلامونو نه وروسته زياتوی ،مونږ ټول دچين د بين المللی راډيو پښتوخپرونی او په ځانګړی توګه د مونږ او اوريدونکی خپرونه هميشه اورو ، بيا يی د چين د تاريخی لوی ديوال عکسونه غوښتی دی او د ليک په پای کښی يی څو پوښتنی هم کړی دی چه پوښتنو ته به يی د پوښتنی او ځوابونه په خپرونه کښی د امکان تر حده پوری زمونږ بله همکاره ځوابونه برابر او خپاره کړی.

چين چونګ __محمد عارف عرفان او ددوی ټولو ملګرو سلامونه ته وعليک وايو ، مونږ هم په خپل وار سره سلامونه وړاندی کوو .د لوی ديوال عکسونه او مطبوعات به ستاسو په پته واستوو او ستاسو پښتنو ته چه رمز صالحب هم وويل زمونږ د بلی خپرونی همکاره ځوابونه برابر او نشر کړی . خوشحاله اوسی .

رمز __ دا دوه ليکونه په مونږ ګران د شاهين کلب مشر نور حسين صابر د پاکستان صوبه سرحد ضلع ټانک کوټ نواز کلی نه رااستولی او هم يی په دواړو

ليکونو کښی د شاهين د کلب غړی هر يو امدادلله ،نغمت الله ، رحمان الله ،فرمان الله ، اطلس خان ، سلمان خان ، نوشا دالله ، فرهاد الله ، وقاص احمد ، شاهد افريدی او وړوکی سلمان شاه ، ابراهيمی نجيب الرحمن ، وسيم شاه ، محمد خالد او محمد جميل خان نومونه ليکلی دی .

دشاهين دکلب مشر او ملګرو يی د سلامونو نه وروسته ليکلی چه زمونږ د کلب ټول غړی ستاسو د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه اوروو او هغه مو ډير خوښيږی .دغه راز يی د ليک په پای کښی د مطبوعاتو او د ليک د پاکټونو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ __د شاهين کلب مشر او ټولو ملګرو ته يی سلامونه وايو . مونږ ډير خوښ شولو چه د ډير ځنډ نه وروسته مو بيا ليکونه راواستول ،هيله ده چه په راتلونکی هم ليکونه راواستوی ، مطبوعات اوپاکټونه به هرومرو ستاسو په پته دروليږو .

رمز __ او ددی خپرونی دا وروستی ليک د صوبه سرحد د مردان بايی پاس روډ غزنوی کالونی نه محمد عثمان مردانوی راليږلی دی ، د سلامونه نه وروسته ليکی مونږ ټول ملګری روغ او جوړی يو او د سی _ ار _ ای ټولو ملګرو دپاره روغ او ښه صحت غواړو . بيا ليکی __موتږ ټول ملګری د سی _ ار _ ای خپرونی په شوق او ذوق سره اوروو. دچين د بين المللی راډيرو پښتو پروګرامونه ډير ښه معلوماتی او د پوهی وړ دی . هيله ده چه خپلی ټولی خپرونی دغه شان جاری وساتی ، بيا په خپل ليک کښی زياتوی : دسی _ ار _ ای له اړخه مونږ ته د پښتو هنداره ملاو شوه ، ډيره مننه او د ليک په پای کښی ليکی ،مونږ هيله لرو چه له تاسو سره به خپلی قلمی

اړيکی جاری ساتو .

چين چونګ _ د محمد عثمان مردانوی او ملګری نه يی مننه کوو چه مونږ ته يی

يو ځل بيا ليکونه راواستول ،مونږ هم دوی ته سلامونه وايو .هيله ده چه د خپلو ليکونو لړی د تل په شان له مونږ سره جاری وساتی . روغتيا مو غواړو .