په ټوله هفته كې مو د جمعې شپې ته سترگې په لار وي. په زړه كې كرو او ريبو كه څوك وطندار راپيښ شي او پروگرام ته مو بوځي. خو زموږ د خوارانو دومره تالې چيرته دي چې څوك مو پوښتنه وكړي. اوس خو خلك په نوم پسې گرځي، خو بيا هم د جمعې شپې ته انتظار باسو په تيره بيا د مني په شپو ورځوكې چې د ودونو سيزن وي. خو مجال شته كه څوك مو پوښتنه قدرې هم كوي.
تيره شپه تر ناوخته په ديره كې ناست وم او سازيان مې چې خامه خوله هلكان دي، هم له ځانه سره ايسار كړي وو. په زړه مې خوړلې وه چې نن شپه به هرو مرو خداى څوك راپيښوي او پروگرام ته به مو بوځي. او دا ځكه چې په سراى كې څومره سازنده گان وو، ګردسره خلكو پروگرامونو ته بوتلي وو. څو وارې طبله چي او ربابي كورونو ته د تلو تكل وړ، خوپه څه نه څه بانه به مې ايسارول، چې په دې كې دوه تنه ځوانان په سراى را ننوتل او داسې يې وويل:
_ استاذه، دا ستا په خوا كې ديره ولې بنده ده ؟
_ هغوى خو چيرته پروگرام ته تللي دي.
_ دا خو ښه نه دي شوي، موږ ورپسې له كوم ځايه راغلو او دوى نه شته. دا به څنگه شي، هلته په حجره كې ياران راټول شوي دي او د پروگرام غوښتنه كوي، له تاسې سره به وخت نه وي؟
_ ولې نه باداره، تاسې امر وكړئ، له چا پسې چې تاسې راغلي ياستئ هغوى ته هم زما د شاگردۍ شرف حاصل دى. زه حاضر يم چې له خپلو شاگردانو سره له تاسې سره ولاړ شم. د واده پروگرام دى ؟
_ هو، د واده پروگرام دى، خو واده نن شپه نه دى. څو كسه ياران راټول شوي دي او پروگرام را څخه غواړي. كه خوښه دې وي دا طبله چي او ربابي را سره كړه، د سندرو لپاره موږ سره شوقي شته دى.
په زرو روپو مې ورسره خبره جوړه كړه، د ميدان اسره مې هم په زړه كې وغوړيده، باجه مې غاړې ته واچوله او له ځوانانو سره په تكسي كې سواره شوو. په لږه شيبه كې د پروگرام ځاى ته ورسيدو، سرمست ځوانان راټول شوي وو، ټوكې ټكالې يې كولې، كوټه د چرسو لوگو په سر اخيستې وه، زموږ په ليدو ځوانانو د " بري" اوازونه پورته كړل، له واره سره مو ساز سُر كړ، په غټه ږيره يو ځوان د ډلې له منځ نه را مخې ته شو او باجې ته كيناست. په سُر او لى نه پوهيده، خو ټوله شپه يې د زړه بړاس وايسته. زما نظر د يارانو په جيبونو و، هسې كه به چا ترخ گرولو ته لاس اوچت كړو، نو زما په زړه كې به وگرځيدل چې يو څه خو به د سندرمار له سره تاو كړي، خو يارانو پوخ قسم خوړلى وچې سره پيسه به ډمانو ته نه وركوي. چا هم دا ځواني ونه كړه، شوقي ځوان تر هغې سندرې ويلې چې په كتابچه كې يې نوټ كړې سندرې خلاصې شوې. د سهار بانگونو ته به گنټه نيمه پاتې وه، چې د زرو روپو سره يې رخصت كړو او د ديرې مخه مو ونيوله. څو قدمه به لا تللي نه وو، چې د سرك له غاړې نه را باندې پوليسو غړ وكړ:
_ دې خوا راشئ ، د خداى بې لمازانو، له كومې خوا نه راغلئ ؟
_ له دې نږدې كوڅې نه صاحبه، پروگرام ته تللي وو.
_ پروگرام ته تللي وو، دې خولې ته دې وگوره، ته نه شرميږې چې په دې سپينه ږيره دې باجه غاړې ته اچولې ده او پى مخي هلكان دې ځان پسې كړي دي.
_ څه وكړو صاحبه، مجبوري ده، همدا مو كسب دى.
_ غلى شه! د مجبور بچيه، دا طبلې او باجې خو تاسې د شوشا لپاره گرځوئ، كار خو ستاسې دله توب دى، دله توب. څه پوه شوې، چې اوس دې تاڼې ته بوځم والله كه مو نه سر خلاص شي او نه پښې.