<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-01 18:28:47    
د تبت د يوه پخوانی کليوالی مشر نوی ژوند

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، پخوا د چين د تبت يو شمير کليوالی مشرانو پر کليوالو او غلامانو باندی بی رحمانه ظلم کاوه، نو د تبت د ديموکراتيکو اصلاحاتو له ترسره کيدو نه وروسته ولسی حکومت دوی ته قانونی سزا ورکړه٠ اوس دوی اکثرأ داسی اتباع ګرځيدلی دی چه د قوانينو مراعات کوی او د خپل قوت په اتکا ژوند کوی٠ نو په نننی پروګرام کښی به تاسی په دی باره کښی يو راپور واوری چه عنوان يی دی د تبت د يوه پخوانی کليوالی مشر نوی ژوند٠

د هر کال له اپريل څخه تر سپتمبر پوری زيات خلک د سياحت او سيل دپاره د چين د تبت له مرکز لاسا څخه د دی سيمې د شمالی برخې د الی ناحيې ته ځی ، دوی د تللو په لاره کښی حتمأ د پايانګ په نامه يو ځای کښی يوه شپه تيروی او له دغو کسانو څخه زياتره برخه او په تيره بيا ځينی خارجيان غواړی چه د غژګاو په ميلمستون کښی واوسيږی ٠ د دی ميلمستون خاوند سپين ږيری يی شی چه اويا کلن دی، يو پخوانی کليوالی مشر ؤ ٠

پايانګ د هيمالايا او ګانګديس د غرونو ترمنځ د درې په سيمه کښی پروت دی او منظره يی ډيره ښکلی ده چه ډير زيات چينی او خارجی توريستان راجلبوی٠ نو د سپين ږيری يی شی ميلمستون تود بازار لری٠ ده په خوښۍ سره خبريال ته وويل چه ٌ په چين کښی د اصلاحاتو او ورخلاصون په باب د پاليسۍ له تطبيق راهيسی ولسی حکومت يو شمير ډيرې ښې امتيازی پاليسۍ جوړې کړېدی٠ د دغو پاليسو په رڼا کښی هر څوک که زيارونه وکاږی او د قوانينو مراعات وکړی، د خپلو کوششونو له لاری خپل ځان بډايولای شی٠ زما دغه ميلمستون د محلی حکومت په ملاتړ جوړ شويدی٠ دا ځای په يوه عمده توريستی لاره کښی واقع دی ، زيات توريستان زما په ميلمستون کښی شپې تيروی ، نو عائدات می ډير زيات دی ٠ ٌ

د ښاغلی يی شی په ميلمستون کښی څه دپاسه شل کوټې شته ٠ اوس هغه د شپږ لکو ژن مين بی يوانو په ارزښت د شتمنۍ خاوند دی او د محلی ځای لومړی بډای ګڼل کيږی ٠ سپين ږيری يی شی خبريال ته وويل چه د ده اوسنی ژوند څه دپاسه شل کاله دمخه په خوب کښی هم نه ليدل کيده او حتی د خپلې ځوانی په وخت کښی يی د کليوالی مشر په حيث هم داسی ژوند نه و تير کړی٠ هغه وويل

چه ٌ په ١٩٥١ کال کښی د تبت د سوله ايزې ازادۍ نه دمخه زه د جونګ با د ولسوالۍ د خولبا د علاقه دارۍ کليوالی مشر وم ، په ١٩٥٩ کال کښی د تبت د ديموکراتيکو اصلاحاتو له ترسره کيدو نه وروسته ونيول شوم او د لين جی د ولسوالۍ په يوه بنديخانه کښی می شل کاله تير کړل٠

سپين ږيری يی شی د خپلې پخوانی تجربې د يادولو په وخت کښی وويل چه په زاړه تبت کښی دده پلار د تبت د محلی حکومت يو عالی رتبه مامور ؤ ، نو هغه طبعأ د محلی ځای کليوالی مشر وګرځيد چه څه دپاسه زر تنه کليوالی غلامان به يی اداره کول او ډير زيات پسونه، عوايان او اسان يی هم درلودل ٠ په هغه وخت کښی ده هيڅ کار نه کاوه ، خو ډير بډای ژوند يی تيراوه او د کليوالی غلامانو د اداره کولو په برخه کښی يی عالی حقوق درلودل٠ د تبت د ديموکراتيکو اصلاحاتو له ترسره کيدو نه وروسته نوموړی د کليوالی غلامانو د خاوند په حيث د شلو کالو دپاره په بند محکوم شو٠

په بنديخانه کښی ښاغلی يی شی نه يوازی ډير ښه تعليمات وموندل ، بلکی د ژوند دپاره يی ښه وسايل زده کړل او يو ښه مهارت لرونکی خياط وګرځيد٠ له بنديخانې څخه له وتلو نه وروسته يی شی په خپل اجدادی کور کښی د کاليو د ګندلو دکان پرانيست او د خپل قوت په اتکا يی په نوی ژوند پيل وکړ٠

له وروستيو شلو کالو راهيسی، هغه سياحان چه د سيل دپاره تبت ته ځی، ورځ په ورځ زياتيږی ٠ ښاغلی يی شی وليدل چه ډير زيات توريستان يی د خپل کور په وړاندی تيريږی، نو د خپل کور له څلورو کوټو څخه يی د غژګاو د ميلمستون په نامه محلی لومړی ميلمستون جوړکړيدی٠ څرنګه چه هغه د توريستی چارو له څانګې سره د تماس په نيولو سره په پر له پسی توګه سياحانو ته خپل ميلمه ځی معرفی کوی ، نو ډير زيات توريستان يی راجلب کړی او د ميلمستون پيمانه هم له څلورو کوټو څخه څه دپاسه شلو کوټو ته پراخه شويده ٠ اوس د غژګاو ميلمستون د محلی ځای تر ټولو مشهور هوټل او سپين ږيری يی شی هم نامتو شخصيت ګرځيدلی دی٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه ښاغلی يی شی د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د غړی په حيث انتخاب شوی او د خلکو دپاره يی زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠ هغه وويل چه اوس زما د ميلمستون پيمانه لويه شوی او معامله می هم ښه ده ٠ نو زه له خپل اوسنی ژوند څخه ډير رضايت لرم ٠

که څه هم د سپين ږيری عمر له اويا کلنو څخه اوښتی دی ، خو لا هم غواړی چه په پر له پسی توګه د خپل ميلمستون پيمانه لويه کړی٠ اوس د غژګاو د ميلمستون يوه نوی ودانی به ژر په کار ولوېيږی٠