د سين هوا اژانس د خبر له مخی د نوامبر له اته ويشتمې نيټې څخه تر ديرشمې نيټې پوری هغه ګډ ګروپ چی د روغتيا د نړيوال سازمان او د چين د روغتيا د وزارت د متخصيصانو له خوا تشکيل شوی، د ان هوی په ولايت کی انسان ته د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ له کارونو څخه کتنه وکړه. د روغتيا نړيوال سازمان په نوموړي ولايت کی د نوموړې ناروغۍ د مخنيوۍ او کنترول د کارونو لوړه قدردانی وکړه. د نوموړي ګروپ د مربوط مسؤل په نظر، د ان هوی ولايت د مختلفو درجو حکومتونو انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو مخنيوۍ او کنترول ته په درنه سترګه ګوری چی د لاښوونې يو موثر مرکز يی جوړ کړی او د انسانانو او مرغانو ترمنځ د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوۍ او کنترول دپاره يی زيات کارونه تر سره کړيدي.
|