<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-03 18:25:31    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونی عزتمنو اوريدونکو

زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين چونګ د ګيډی ګيډی سلامونه په وړاندی کولو سره نن بيا ستاسو په خدمت کښی يو چه د روغتيا په جامو پټ او د خوښۍ په خندا شپی او ورځی مو ښی تيری شی .په همدی هيله ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوو .

چين چونګ :__ رمز صاحب همدا اوس به اوريدونکی د خپلو راډيوګانو تر څنګ ناست وی او ښه به دا وی چه لومړی ليک راواخلو او هغه ور ته ولولو .

رمز __ چين چونګ سمه ده او دا دی زه د هغو قدرمنو اوريدونکو د ليکونو په لوستلو پيل کوم چه په همدی اونی کښی مونږ ته رارسيدلی دی ، بايد ووايم چه ددی اونی ټول ليکونه زمونږ د هغو اوريدونکو دی چه په مسلسله او دايمی توګه مونږ ته ليکونه رااستوی او څه نا څه په هره اونی کښی د دغو اوريدونکو يو يا دوه ليکونه دهمدی خپرونی له لاری خپريږی . په دی توګه دا لومړی ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه امان الله امان راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا زياتوی چه د افغانستان د بغلان په ولايت کښی زما دوستانو او ملګرو هر يوه

برهان الدين ، مير عالم ، ذکريا ذکی ، رحمان راهي، محمد امين ارمانی ، عبدالمالک او عبدالله ته د هوا په څپو کی زما سلامونه ورسوی . دغه راز دوی دخپل ليک په پای کښی ليکلی چه ما ته مطبوعات او د حيواناتو د ژوند په باره کښی يوه سی _ ډی راواستوی .

چين چونګ __محترم امان الله امان ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو .ستاسو

سلامونه مو د همدی راډيو په څپو کښی ستاسو دوستانو او ملګرو ته خپاره کړل . هيله ده چه اوريدلی به يی وی ، مطبوعات به در واستوو ، خو د حيواناتو د ژوند په باره کښی کومه سی _ ډی په لاس کښی نه لرو چه تاسو ته يی درواستوو .

رمز __ دا بل ليک ،د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی طارق الله همدرد چه همدا اوس د پاکستان د صوبه سرحد په مانسهری کښی شپی او ورځی سبا کوی رااستولی او ليکی : زه او زما ملګری دچين د سی _ ار _ ای د راډيو ټولو محترمو او ګرانو کارکوونکو ته د زړه له کومی د اسمان د ستورو په شان سلامونه وړاندی کوم او بيا په خپل ليک کښی زياتوی چه ما سره ملګری دی هر يو _ محمد عارف عرفان ، امان الله امان ،قدرت الله ارمانی ، نثار احمد احمدی ، هدايت الله قادری ، عبدالمنان حيدری ، عبدالمالک تقوا ، فضل الواحد واحدی ، اصيل محمد صديق ، حسن خان قلميار ، سلامت خان حاکسار ، سرباز خان هجران او منيب الله . دوی وايی : مونږ ټول دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په شوق او ذوق سره اوروو او ټول پروګرامونه مو خوښ دی ، خصوصا د مونږ او اوريدونکی پروګرام مو بی حده زيات خوښ دی . دليک په پای کښی يی دا هيله کړی ده چه ښايی مونږ ټول بيرته افغانستان ته ستانه شو او همدا اوس مو ځينی ملګری تللی دی . نو په کابل کښی دچين د بين المللی راډيو يو پوست بکس پرانيزی ، تر څو مونږ وکولای شو چه د افغانستان څخه په مستقيم ډول خپل ليکونه تاسو ته وليږو .

چين چونګ __ د قدرت الله همدرد ورور سلامونو ته عليک وايو او مونږ هم پخپل وار سره دوی او ددوی ملګرو ته سلامونه وړاندی کوو . ستاسو هيله او نظر مو په پام کښی نيولی دی. که چيری زمونږ مشرانو په کابل کښی د پوستی صندوق د

پرانستلو دپاره د حل لاره و موندله ، نو هرومرو به تاسو هم پری خبر کړو .

رمز __ دا ليک هم د صوبه سرحد مانسهری نه د اريانا د کلب غړی قدرت الله ارمانی راليږلی دی . دده نه دمخه مو د قدرت الله همدرد ليک ولوست ، خو دا د بل قدرت الله چه تخلص ارمانی دی، ليږلی دی .ارمانی صاحب خپل ليک داسی پيل کوی . زه قدرت الله ارمانی د چين د سی _ ار _ ای راډيو محترمو او ګرانو کارکوونکو ته د زړه له کومی د غرونو په شان اوچت او د فصلونو په شان شين سلامونه وړاندی کوم . ارمانی صاحب په خپل ليک کښی هم د اريانه د کلب غړی لکه د خپلو نورو ملګرو په شان په تکرار سره ليکی او وايی چه ما سره ملګری دی ، هر يو طارق الله همدرد ، نثار احمد احمدی ، محمد عارف عرفان ، امان الله امان ، لطيف الله وفا ، عبدالصبور صابری ، عبدالقدير وفا ، هدايت الله قادری ، سردار ولی،

ثمر سيلاب يی ليکلی يا شمش سيلاب، خدای دی وکړی چه ناسم مو نه وی لوستی ، عبدالمنان حيدری او عبدالمالک تقوا .

دوی په خپل ليک کی خپلی نظر يی داسی وړاندی کړی چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت لږ دی، بايد وخت يی زيات شی تر څو چه د ډيرو اوريدونکو ليکونو ته د خپرولو وخت پيدا شی . دغه شان دوی وايی چه که امکان ولری، د مونږ او اوريدونکی خپرونه په اونی کښی دوه يا دری ځلی خپره شی او د ليک په پای کښی زياتوی چه مونږ ته پاکټونه او مطبوعات راواستوی او هم ليکی چه دا زما پنځم ليک دی .

چين چونګ __ د محترم ورور قدرت الله ارمانی سلامونو ته وعليک وايو او مونږ

هم ور ته ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوو .

ستاسو د نيکو او ښو نظريو څخه مننه کوو او هغه به د خپرونی دوخت دزياتوالی او هم په يوه اونۍ کښی د څو خپرونو دخپريدو د امکان د لټولو دپاره په پام کښی ونيسو ، خو اوس يوازی همدومره امکانات لرو .مطبوعات او پاکټونه مو دمخه ستاسو په پته استولی دی ، خوشحاله اوسی .

رمز __ دا دری ليکونه يو ځای د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه زمونږ

ګيله من اوريدونکی نثار احمد احمدی راليږلی دی . نثار احمد احمدی اصلا د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی، خو اوس په پاکستان کښی مهاجر دی .

دوی هم لکه د قدرت الله ارمانی په شان دغرونو په شان جګ او د فصلونو په شان شنه سلامونه ليکلی او د سلامونو نه وروسته زياتوی چه ما سره ملګری دی .

طارق الله همدرد ، منيب الله جګرخون، قدرت الله ارمانی ، سيدالرحمن ساحل وحيدالله وفا، علی محمد خاکسار ، سلامت خان عقاب ، خان محمد سيلاب ، راز محمد وفا عبدالصبور صابری ، حبيب الله درويش ، داد محمد وفا ، ګل احمد وفا او فدا محمد فدا بيا ښاغلی نثار احمد احمدی په خپلو ليکونو کښی په تکرار سره ليکلی چه دا زما څووم ليک دی او زما ليکونه نه خپروی ، خصوصا د عنايت الله رمز صاحب او چين چونګ جانی نه ډيره ګيله لرم چه د څه دپاره زما ليکونه نه نشروی . که کومه غلطی پکښی وی، نو راته ووايی دغه شان نثار احمد احمدی صاحب په خپلو ټولو ليکونو کښی د مطبوعاتو او پاکټونو غوښتنه هم کړی ده .

نثار احمد احمدی ددی تر څنګ چه زمونږ د ټولو خپرونو ستاينه هم کړی ده . يو شعر يی ليکلی چه داسی پيل کيږی .

د ګلو باغ کښی د جانانه شرميدل ګلونه

مخ يی ښکاره وو ، مړاوی مړاوی اوچيدل ګلونه

خماری سترګی سره اننګی شونډی بادام راغله

غوټی د ګلو شوی بی هوشه رژيدل ګلونه

چين چونګ __ مخکښی له دی نه چه د محترم ورور نثار احمد احمدی د ليکونو په باب څه ووايم ، بايد ووايم چه زمونږ ډير اوريدونکی کله چه خپل ليکونه وانه وری ، نو بيا له مونږ څخه ګيله کوی او وايی چه ولی زما ليکونه نه نشروی، په داسی حال کښی چه مونږ د خپلو اوريدونکو ټول هغه ليکونه چه مونږ ته رارسيدلی دی ، نشر کړی او هم مو ور ته مطبوعات او پاکټونه استولی دی دا چه په لاره کښی ځنډيږی ، نو زمونږ ګناه به نه وی . په هر حال د محترم ورور نثار احمد احمدی سلامونو ته وعليک وايو او ښه مو په ياد دی چه په تيرو دوو مياشتو کښی مو يوازی د اريانا د کلب د غړو څخه ډير ليکونه تر لاسه کړی و او ټول مو په تيرو خپرونو کښی خپاره کړی دی .

هيله ده چه ژر ژر له مونږ څخه ګيله من نشی او د تل په شان د خپلو ليکونو لړی له مونږ سره جاری وساتی ، خوشحاله او نيکمرغه اوسی .

ګرانو اوريدونکو ، د مونږ او اوريدونکی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، تر راتلونکی شنبی پوری مو په خدای سپارو ، خوشحاله اوسی .