د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د روغتيا نړيوال سازمان او د م م د خوراک او کرنی سازمان د دسمبر په پنځمه نيټه په ګډه توګه يو لړ روغتيايی تدبيرونه وړاندی کړل تر څو د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو په سيمو کی د دې ناروغۍ په ويروس د انسانانو د اخته کېدو خطر کم شی. نوموړو سازمانونو د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو په سيمو کی خلکو ته پيشنهاد وړاندی کړ چه د مرغانو اومه غوښې ، وينې او هګۍ و نه خوری او په يخ شوی چرګ يا هګی د لاس وهلو نه وروسته بايد خپل لاسونه ومينځی او په عين وخت کی بايد اومه غوښې له پخو خواړو څخه جلا کړی.
|