د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين په جنوب لويديځ کی د ګوانګ سی د ځوانګ قوم د خودمختاری سيمی د ځه يوان په ولسوالی کی هغه نوی ناروغ وموندل شو چه د مرغانو انفلونزا ورته خپره شوی ده . له دی نه مخکی د چين د أن خوی او هونان په ولايتونو کی ټول دری تنه همدغسی ناروغان موندل شوی وو.
نوموړی يوه لس کلنه نجلۍ ده ، اوس د روغتون تر اضطراری نجا ت او تداوۍ لاندی نيول شوی ده .
د بل خبر له مخی ، هغه خلک چه د نوموړی نجلۍ سره يی زيات تماسونه ونيول ، د طبی څارنی نه وروسته تاييد شوی چه ټول روغ او عادی دی .