د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د اسيا د ١٦ هيوادونو د کرنی وزيرانو او اړوندو عالی رتبه ؤ مامورينو په اوومه نيټه د چين د جنوب لويديځ د کون مينګ په ښار کی يو پيشنهاد ومانه . ددی پيشنهاد سره سم به په اسيا کی د چرګانو او مرغانو دانفلونزا د وقايی او کنترو ل لپاره د باهمی همکاری شرايط برابر شی تر څو د ګردی کری په وړاندی دغه ګډ تهديدله منځه يووړل شی . په نوموړی پيشنهاد کی له بين المللی موسسو نه هم غوښتنه شوی چه د نوموړی هدف د سرته رسولو لپاره اسيايی هيوادونو ته لا زياتی مالی او تخنيکی مرستی ورکړی .