د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، اوس چين د چرګانو او مرغانو د انفلونزا په ضد واکسين او دارو درملو په څيړنه کی د نړۍ مترقی سويی ته رسيدلی دی .
د چين د کرنی د وزارت يوه مامور په اوومه نيټه د چين د وين نان ولايت د کون مينګ په ښار کی د اسيايی هيوادونو د وزيرانو په درجه په يوه اړونده غونډه کی وويل چه اوس دچين لخوا پخپله جوړ شوی څو ډوله واکسينونه او دارو درملونه تر واقعی استفادی لاندی راغلی او ښه اغيزه يی پيدا کړی ده .