<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-08 16:12:11    
د ويغوری قوم ځوان محمد شاور او د داشی کلی

cri

د داشی کلی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د لوپنور د ولسوالۍ يو عادی کلی دی او محمد شاور په دی کلی کښی د کمونستو ځوانانو د اتحاديې د يوې څانګې منشی دی٠ خو د ٢٠٠٥ کال د مۍ په مياشت کښی محمد شاور او د داشی کلی ناڅاپه په ټول چين کښی شهرت پيدا کړيدی٠

محمد شاور د روان کال په اپريل کښی د چين د دولت د رئيس هو جن تاو په عنوان يو خط وليکه او په هغه کښی يی د خپل ځان او کلی په باب معلومات معرفی کړل٠ د می څلورمه نيټه د چين د ځوانانو اختر دی٠ د ٢٠٠٥ کال په همدی ورځ د دلت رئيس هو جن تاو د محمد شاور او د ده د ملګرو خط ته ځوابی ليک واستوه چه دا زيری د چين د بيلا بيلو مطبوعاتی زرائعو لخوا د لومړی مهم خبر په توګه نشر شو٠ په هغه ورځ د چين د مرکزی تلويزونی سټيشن نطاقې د اطلاعاتو په پروګرام کښی وويل چه نن د می څلورمه نيټه د چين د ځوانانو اختر دی، د دولت رئيس هو جن تاو د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د لوپنور د ولسوالۍ د داشی کلی د محمد شاور او نورو ځوانانو يوه خط ته ځوابی پيغام وليکه، په هغه کښی يی د چين ځوانانو ته د اختر مبارکی ويلی او کليوالی ځوانان يی تشويق کړيدی چه بايد د سوسياليسی نوی کليو د أبادولو او د نسبتأ شتمنې ټولنې د رامنځ ته کولو دپاره خپلې پوهی او قوتونه وقف کړی٠

رئيس هو جن تاو په خپل پيغام کښی وليکل چه ستاسی له خط څخه می دا خبر اخيستی چه له څو کالو راهيسی ستاسی په کلی کښی د بيلا بيلو قومونو کليوالو د سختو کوششونو او زحمتونو له لاری خپل ځان بډای کړی او د خپل کلی غريبه او وروسته پاتی څيره مو بيخی بدله کړيده٠ ستاسی د کلی توليدی چارې د چټک انکشاف په حال کښی دی، کليوال مو بډای ژوند تيروی، بيلا بيل کورونه مو په سوله او دوستی کښی ژوند تيروی او د قومونو ترمنځ مو يووالی ساتل کيږی٠ زه ستاسی لخوا د ترلاسه شويو موفقيتونو په مناسبت خوشحاله يم ٠

لږه موده دمخه زمونږ خبريال د داشی له کلی څخه ليدنې کتنې وکړې او ويی ليدل چه په دی کلی کښی پراخ واټونه په منظمه توګه غزيدلی، ښکلی ودانی څنګ په څنګه ولاړې دی، د مېوو ونو ښه وده کړی او د کليوالو د کورونو په وړاندی ښکلی ګړندی موټرونه او موټرسايکلونه ولاړ دی ٠

خو پخوا د داشی کلی څيره داسی نه وه٠ ٌ داشی ٌ د ويغوری ژبې کلمه ده او معنی يی ٌ مالګينه مځکه ٌ ده٠ په دی کلی کښی د ويغور او هان د دوو قومونو څه دپاسه يو زرو دوه سوه کليوال اوسيږی٠ د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کښی دا يو غريب او وروسه پاتی کلی و٠ د کلی مشر شاور مانګريک خبريال ته وويل چه د داشی د کلی مځکه سپينه وه، حاصلات يی ډير لږ وو او کليوالو يی نيستمن ژوند تيراوه ٠

په ١٩٨٩ کال کښی ويغوری ځوان محمد شاور له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته خپل کلی ته بيرته ستون شو٠ هغه د خپل کلی د غربت د ليری کولو دپاره علمی معلومات زده کړل او علمی ازموينې يی سر ته ورسولی٠ د څوڅو ځله ناکاميدو نه وروسته هغه د علمی او تخنيکی کارکوونو په مرسته داسی ښه موفقيتونه ترلاسه کړل چه په څلور ديرشو هکتارو مځکو کښی يی د کرل شوی پمبې توليدی اندازه څه دپاسه شپيته زرو کيلوګرامو ته ورسيده ٠ ورپسی هغه د غلودانو د کښتونو د کرلو او د خوشبويو ناکو د ونو کيښودلو ازموينې وکړې او بيا هم يی برياليتوبونه ترلاسه کړل ٠ نو په دی اثر محمد شاور د شينجيانګ مشهور بډای بزګر ګرځيدلی دی٠

بډای شوی محمد شاور نور کليوال ندی هير کړی٠ د کمونستو ځوانانو د اتحاديې د څانګې د منشی په حيث د کليوالو د کميټې له مشرانو سره يو ځای ځوانان راسمبالوی چه علمی پوهې زده کړی٠ اوس د داشی کلی د ځوانو کليوالو په سلو کښی پنځه نوی برخه يو يا دوه عملی تخنيکونه زده کړی او د کرنې په توليدی چارو کښی د دغو تخنيکونو د استعمالولو له لاری يی ښه موفقيتونه ترلاسه کړيدی٠ نن سبا د داشی کلی هم مشهور شتمن کلی ګرځيدلی او محمد شاور د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د مترقی ځوان په حيث انتخاب شوی او د چين د مترقی ځوانانو نښان يی ترلاسه کړيدی ٠

د رئيس هو جن تاو ځوابی پيغام په قوی توګه محمد شاور تشويق کړيدی ٠ هغه خبريال ته وويل چه زه به د خپل کلی له نورو ځوانانو سره يو ځای د کليوالو دپاره زيات ښه کارونه وکړم ، مونږ به د رئيس هو جن تاو هيلې له مايوسۍ سره مخامخ نه کړو٠ په راتلونکی کښی به زمونږ په کلی کښی د کليوالو دپاره نوی کورونه جوړ شی ، سړکونه به قير شی، يو لوی بازار به جوړ شی او د خپل کلی له څړځايونو ، د ميوو له باغونو او پټيو څخه په استفادې سره د کرنې او مالدارۍ خصوصيت لرونکی توريستی چارو ته به انکشاف ورکړی شی٠ مونږ ځوانان به په دغو کارونو کښی خپل قوتونه وقف کړو٠