<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-10 18:46:54    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم

دا د ی نن بيا ستاسو د پروګرام وخت رارسيدلی دی .او زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين چونګ ستاسو د روغتيا او خوشحالۍ په هيله ددی خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو او د نن خپرونی دا لومړی ليک مو دپاکستان د مانسهری خاکی کمپ نه له محمد عزيز حيدری څخه ترلاسه کړی دی .دوی زمونږ د پوښتن پاڼو ته ځوابونه ليکلی او ور سره يی د وطن په مينه ښکلی شعر هم ليکلی دی چه يو څو بيته يی لولو :

ښايسته ښکلی ګلان لرو وطن کښی

ولی مونږ يو محرومه خړ ډاګونه لرو وطن کښی

نه سمسور ګلان لرو نه شنه چمنونه په وطن کښی

خدايه ګلان زرغون کړی سره ګلان ښکلی وطن کښی

دا ارمان په زړه د وطن لرو ،

چه يو ځلی شنه چمنونه سره ګلان کيږدو وطن کښی

چين چونګ __ محمد عزيز حيدری ورور ته سلامونه وايو . هيله ده چه دشعر ويلو او شعر ليکلو ته نور هم دوام ورکړی، تر څو چه په دی برخه کښی ستاسو پوهه نوره هم لوړه شی . ستاسو د نورو ليکونو په هيله .

رمز __ دا ليک د افغانستان د خوست ولايت د عليشرو د ولسوالی د جونو غونډی د صبريو له کلی څخه زمونږ دايمی اوريدونکی شفيق الرحمن مقلديار راليږلی او داسی ليکی .زه د هر څه نه مخکښی د چاينه راډيو ټولو همکارانو ته د

مينی او محبت څخه ډک غنچی غنچی او ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوم . بيا مقلديار صاحب په خپل ليک کښی داسی زياتوی :ما مخکښی دکرم ايجنسی نه ليکونه درليږل ، خو اوس خپل خوږ وطن افغانستان ته راغلی يو چه وروسته له دی نه به د افغانستان نه تاسو ته ليکونه دراستوم او بيا د ليک په پای کښی ليکی چه دغه ليک په داسی وخت کښی ليکم چه په حجره کښی ناست يم او دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه له انډوالانو سره يو ځای اورم .

چين چونګ __محترم شفيق الرحمن مقلديار سلامونو ته وعليک وايو او مونږ هم پخپل وار سره سلامونه وړاندی کوو .

دا چه زمونږ دغه اوريدونکی اوس خپل هيواد ته ستون شوی دی ، ډير خوشحاله شولو . هيله ده چه د پخوا په شان مونږ ته ليکونه راواستوی .

رمز __ دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع تانګ کوټنواز کلی نه د شاهين د کلب مشر نورحسين او د کلب د ټولو ملګرو له خوا رارسيدلی دی .

د شاهين د کلب مشراو ملګرو يی لومړی سلامونه ليکلی او بيا يی په دواړو ليکونو کښی زياته کړی ده چه مونږ ټول دچين د بين المللی راډيود پښتو څانګی ټولی خپرونی په شوق او ذوق سره اورو او د ليک په پای کښی يی د پاکټونو، مجلو او مطبوعات غوښتنه کړی ده .

چين چونګ __دشاهين کلب مشر او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه د پخوا په شان خپل ليکونه مونږ ته راواستوی .

رمز __ دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه طارق الله همدرد چه اصلا د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی ، راليږلی . لومړی يی ګيډی

ګيډی سلامونه ليکلی او بيا زياتوی چه زما ملګری دی __ محمد عارف عرفان ، قدرت الله ارمانی ، امان الله امان ، نثار احمد احمدی، فضل واحد واحدی ، اصيل

محمد صديق ، هدايت قادری ، عبدالستار اتل او سلامت خان خاکسار .

دوی ليکی چه مونږ دچين د بين المللی راډيو سره ډيره مينه لرو او په شوق اوذوق سره يی اوروو .

دوی وړانديز کړی دی چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت ډير لږ دی او هم که امکان ولری ،نو دغه پروګرام په اونۍ کښی دوه يا دری ځلی خپور شی .

چين چونګ __ محترم ورور طارق الله همدرد ته مونږ هم سلامونه وايو . ددوی د وړانديز په باره کښی بايد ووايم چه اوس همدومره امکانات لرو ،که چيری مو په راتلونکی کښی اضافی وخت په لاس راوړ ، نو هرومرو به ستاسو وړانديز په پام کښی ونيسو . خوشحاله اوسی .

رمز __ دا ليک زمونږ دايمی اوريدونکی سيدالرحمن بهير د پاکستان د صوبه سرحد هريپور شلم لمبر کمپ نه رااستولی،د سلامونو نه وروسته ليکی .ځوابی پاڼی را ته راورسيدی ، خو ډيری لږ دی . هيله ده نوری هم را ته راواستوی . دغه راز بهير صاحب په خپل ليک کښی زياتوی چه ما څو ځله بريښنا ليک دروليږه ، خو ستاسو له خوا می کوم ځواب تر لاسه نه کړ . د ليک په پای کښی زياتوی چه ستاسو پښتو هنداره ډيره ښه او ښکلی ده .هيله ده چه دی لړی ته دوام ورکړی .

چين چونګ __ سيدالرحمن بهير صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو. ستاسو د بريښنا ليک په هکله کوم معلومات نه لرو ، خو د ځوابی پاڼو د استولو له پاره وخت پای ته رسيدلی دی ، ځکه زمونږ د اعلان شوی راډيوی سيالی وخت ختم شوی او

مونږ يوازی ددغی سيالی د ګډون کوونکو د ليکونو په څيړنو بوخت يو .زمونږ د پښتو هنداری د جريدی په هکله ستاسو له نيک نظر څخه مننه کوو ، مونږ به هڅه

وکړو چه د دغی جريدی خپرولو ته په راتلونکی کښی هم دوام ورکړو .

دا دوه ليکونه يو ځای زمونږ دايمی اوريدونکی بدرالدين غزيزی راليږلی او د تل په شان يی په ليکونو کښی د خپلو ملګرو هر يوه لعل محمد ساحر ، محمد نعيم ازاد ، عبدالواجد پرديسی او رحمت الله کاکړ نومونه ليکلی دی .

محترم عزيزی د ځولی ځولی سلامونو ته وروسته زياتوی : مونږ د راډيو له لاری ستاسو د راډيويی سيالی ټول مضمونونه واوريدل ، ستونزه خودا ده چه تر اوسه پوری ددی سيالی پوښتن پاڼی مونږ ته نه دی رارسيدلی .څومره چه ژر کولای شی ، نوموړی پوښتن پاڼی مونږ ته راواستوی او بيا ليکی چه ددی سيالی وخت بايد

زيات کړی تر څو د اوريدونکو ځوابيه پاڼی تاسو ته ورسيږی .او عزيزی صاحب په خپل دوهم ليک کښی د يوه هغه لنډ موزيک د بيا خپريدو غوښتنه کړی ده چه مونږ په تيره مياشت کښی د زلزلی د خبرونو نه وروسته خپور کړی و .

دغه شان دوی په خپل ليک کی د درويش درانی يو غزل هم ليکلی او د نشر غوښتنه يی کړی ده چه غزل يی دا دی :

همه نن که اوښکی اوښکی شم ژړا هم

ياره درد به می ونه منی ته بيا هم

چه می ووينی مخ واړوی په بله

شکر خدايه په سړی حسابيی ما هم

ما له خپله کوره مه باسه څراغ يم

له لوګی سره سره لرم رڼا هم

د سرو زرو په چاړه باندی می وژنی

دښمنان دی خو عزت راکوي بيا هم

د درويش دزړه شهيدو ارمانو ته

د حيرت کوته په خوله دکر بلا هم

چين چونګ __دمحترم ورور بدرالدين عزيزی سلامونو ته وعليک وايو او مونږ ور ته هم سلامونه وړاندی کوو .د راډيويی سيالی د پوښتن پاڼو په هکله بايد ووايو چه اوس د دغی سيالی ټاکلی موده پای ته رسيدلی ده .او د موزيک د بيا خپريدو په هکله بايد ووايو چه نوموړی موزيک يوازی په هماغه وخت د زلزلی سره اړيکی درلودی،د بيا خپريدو امکانات يی نه شته او د سی ډی د تيارولو امکانات هم په لاس کښی نه لرو .هيله ده چه له مونږ څخه خوابدی نشی .

رمز __ او ددی خپرونی دا وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه سردار خان د( بارکی ) راليږلی . د سلامونو نه وروسته ليکی زه د محمد عارف عرفان په واسطه د چين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی داوريدو سره اشنا شوم او اوس می د اريانا د کلب غړيتوب حاصل کړی دی . دی وايی چه دا زما لومړی ليک دی .هيله ده چه پاکټونه ما ته هم راوليږی ترڅو په راتلونکی کښی هم له تاسو سره قلمی اړيکی ټينګی کړم .

چين چونګ ___ محترم ورور سردار خان بارکی ته ډير ډير سلامونه وايو. هيله ده چه دا مو لومړی ليک نه وی ، بلکه په راتلونکی کښی هم ليکونه راواستوی ،مونږ ستاسو په پته پاکټونه او مطبوعات دمخه استولی دی .ستاسو د نورو

ليکونو په تمه

ګرانو اوريدونکو، د مونږ او اوريدونکی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، تر راتلونکی شنبی پوری مو په خدای سپارو ، خوشحاله اوسی .