وايی چه په صدر اسلام کی اسلامی ورورولی ډيره ټينګه وه او مسلمانانو درحم او عاطفی ډير ښه مثالونه قايم کړی دی چه يو مثال يی د څو تنو اصحابو هغه قصه ده چه د غزا په ميدان کی د تندې له لاسه د مرګ په انتظار کی وو او يوه صحابی په ډير مشکل دوی ته لږې اوبه راورسولی چه ټولو ته نه بسيدې . دا اوبه چه په دغسی تنده کی يوه ته وړاندې شوې هغه د پېرزوينې او لورينې له مخی اشاره وکړه چه هغه بل ته يی ورکړه ، هغه هم په همدغسی عاطفه له خپل ځانه هغه بل مستحق وګاڼه او دغه کار تسلسل پيدا کړ ، کله چه اوبه وروستی سړی ته ورسيدې دغه څو تنه جل وهلی په حق رسيدلی وو او اوبه همدغسی پاتې وی .
دې پيرزوينی څو تنه يو له بله قربانی کړه ، مګر د قربانی او لورينی ډير ښه يادګار يی نورو ته د عملی درس په صورت پريښوده او دوی ته يی هم ابدی حيات وباخښه .
پوهيږۍ ! دا قصه څنګه راياده شوه ؟
سږ کال په افغانستان کی اوبه بيخی لږې وې او د تندې ډير لوی خطر موجود دی چه د کربلا ياد تازه کوی .
له دې تندې سره لوږه هم ملګری ده ، زمونږ څاروی د وچکالی په وجه واښه نه مومی او په ځينو ځايو کی د څکلو اوبه هم نشی پيدا کولی . په همدغه وجه حکومت او شوری د اجبار له مخی دا قانون پاس کړ چه خپلې رمی د نورو ملکونو قصابانو ته وسپاری ، په همدغه حال کی چه واښه ( علوفه ) زمونږ حياتی مسئله ده او حکومت پخپله خط مشی کی ييره مهمه ښودلی ده بيا هم حکومت ( د اوريدو له مخی ) زمونږ ايرانی وروڼو ته اجازه کړې چه زرهاو غواګانې او غوايی د څر لپاره د افغانستان ورشو ته راولی او زمونږ له وښو او علوفې څخه جايزه استفاده وکړی .
په دغسی حال کی له ايرانی وروڼو سره دغه راز مرسته زمونږ ته د صدر اسلام د تږو او جل وملو قصه رايادوی چه له ځانه يی په بل باندی پيرزوينه ډيره وه .
په داسی وخت کی چه سړی د مجبوريت په حکم بل ته د ګدايی کچکول نيسی له نورو سره دغسی مرسته ډيره لويه قربانی ده . په رښتيا چه مونږ د خودخواهی له مقام نه بير شوی او د غير خواهۍ درجې ته رسيدلی يو .
خپل څاروی له لاسه ورکول د يوه ګاونډی هيواد د څاروی وقايه کول سخاوت نه دی ايثار او فداکاری ده چه مونږ يی کوو ، مګر افغانی همت او خاصيت اجازه نه راکوی چه خپل احسان اعلان کړو که څه هم خپل استرحام اعلانوو يعنی خير غوښتل نه پټوو او خير رسول پټوو .
خدای دی وکړی چه په دغسی نيک کار څوک انتقاد ونکړی او له ملی مصلحت نه يی لری يا مخالف ونه ګڼی !