د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين د څارويو لومړنی ډاکتر او د کرنی د وزارت په اړه د څارويو د د ناروغيو د علاج د رياست رئيس جيا يو لينګ د دسمبر په ١٤مه نيټه اعلان وکړ چه د روانی مياشتی تر ١٣می نيټی پوری په چين کی په مسلسلو پنځلسو ورځو کی د مرغانو د انفلونزا د خپريدو د حالت راپور نه دی راغلی او د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول کارونه ابتدائی موفقيتونه تر لاسه شويدی .
جيا يو لينګ په مطبوعاتی غونډه کی نوموړی خبر اعلان وکړ ٠ هغه دا معلومات ورکړل چه سږ کال د چين په يوولسو ولايتونو او سيمو کی د مرغانو د انفلونزا د خپريدو دېرش پيښې رامنځته شوی او څه دپاسه شل مليونه کورنی مرغان وژل شويدی ٠