<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-15 16:00:19    
خبريالانود چين د دونګ د قوم په کلی کښی د سلو کورنيو په ميلمستيا کښی برخه واخيستله

cri

د چين د جنوب لويديځ د ګوانګ سی د جوانګ قوم د خودمختارې سيمې په اړه د سان جانګ په نامه د دونګ د قوم په خودمختاره ولسوالۍ کښی د دونګ قوم سل ګونه کلی شته او له دی جملې څخه د چينګ يانګ کلی يو ډير مشهور کلی دی چه منظره يی ډيره ښکلی او دوددستور يی ډير لرغونی او په زړه پوری دی٠ لږه موده دمخه څو خبريالانو په دی کلی کښی د دونګ د قوم د سلو کورونو په ميلمستيا کښی ګډون وکړ٠

ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ څه ده ؟ وايی چه په لرغونی زمانه کښی د دونګ قوم يو کلی د سيلاب رسونکی شيطان له حملې سره مخامخ شو، کله چه د شولو پټی د تر اوبو لاندی ډوبيدو ، کورونه د سيلابو لخوا د ويجاړيدو او کليوال د مرګ له خطر سره مخامخ شول، ناڅاپه له اسمان څخه يو قهرمان راښکته شو چه په قوی مټ سره يی د سيلاب رسونکی شيطان ملا ماته کړه او کلی او کليوالی يی وژغورل ٠ له دی قهرمان څخه د مننې د څرګندولو دپاره د دی کلی ټولو کورونو وغوښتل چه د هغه په وياړ ميلمستيا جوړه کړی٠ خو قهرمان بايد سبا سهار له کلی څخه ووځی او ونشو کولای چه د هر کور ميلمه وی٠ په هغه موقع کښی د دونګ د قوم يوې ښکلی نجلۍ يو ښه پيشنهاد وړاندی کړ چه هر کور څو خوندور خواړه وپخوی او ټول کليوال سره يو ځای د نوموړی قهرمان دپاره يوه ستره ميلمستيا جوړه کړی٠ دا پيشنهاد ومنل شو٠ څرنګه چه په دی ميلمستيا کښی د دی کلی د څه دپاسه سلو کورونو ډير خوندور خوراکونه راغونډ شول، نو ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ نوم رامنځته شو ٠ وروسته تر دی نه هر کله چه کلی ته محترم ميلمانه راغلل يا د کومې خوشحالې او نيکمرغې پيښې نمانځنه کيدله ، ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ به جوړيدله٠ دا عادت تر اوسه پوری لا هم دوام لری٠

کله چه خبريالان کلی ته داخل شول ، يو شمير هلکانو د ٌ لو شينګ ٌ په نامه د دونګ د قوم ځانګړی موسيقی الات وغږول او نجونو د ښکلی چترو په ښورولو سره د موزيک له مخی نڅا وکړه او خبريالان ورسره د کلی مرکزی ميدان ته لاړل٠ دا ميدان ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ د جوړيدو ځای دی٠

کليوالو په ميدان کښی زيات ميزونه څنګ په څنګه ايښودل چه د ميلمستيا يو ډير اوږد ميز رامنځ ته شو٠ ښځينه کليواليو پخپله پخې شوی ډوډۍ او خوراکونه او يو شمير هغه خوراکونه چه د ټولو کليوالو لخوا د پيسو په راغونډولو سره واخيستل شول، پر ميز باندی واچول، برسيره پر دی د هر چا په وړاندی يوه کاسه هغه خوږ شراب هم ايښول شو کوم چه له سريښناکو وريجو څخه جوړ شو٠ په دی ډول ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ تياره شويده٠

د عادت له مخی ، د ميلمستيا د پيل کيدو نه مخکښی د کلی د يوه هغه سپين ږيری لخوا چه پر کليوالو باندی ډير ګران دی او لوړ حيثيت لری ، ټولو حاضرينو ته د کليوالو کنوانسيون ولوستل شو ٠ د دی مراسم مقصد د ټولو کليوالو تشويقول دی چه سره يو لاس شی، د کليوالو د کنوانسيون مراعات وکړی او په پر له پسی توګه خپل کلی ته سعادمتنی ورکړی٠

يوه بل سپين ږيری چن جی ګوانګ خبريال ته وويل چه د دونګ د قوم په کليو کښی زاړه کسان پر کليوالو باندی ډير ګران دی او يو شمير مهم کارونه د دوی لخوا ټاکل کيږی ٠ د دونګ د قوم په هر کلی کښی د زړو کسانو ټولنه جوړه شوېده، د دې ټولنې دنده د اور د مصيبت د مخنيوۍ او عامه امنيت په شمول د کليو د چارو اداره کول او له کليوالو سره د مشورې له لاری د کليو د مهمو کارونو په باب پريکړه کول دی٠ ٌ

د کليوالو د کنوانسيون له اوريدو نه وروسته ٌ د سلو کورونو ميلمستيا ٌ په رسمی توګه پيل شوه٠ د دونګ د قوم خلک د تروو خوراکونو له خوړولو سره شوق لری٠ څرنګه چه دوی عمومأ سريښناکې وريجی خوری او د تروو سبو او خوراکونو خوړل د هاضمې دپاره ګټور دی، نو د سلو کورونو په ميلمستيا کښی اکثر خوراکونه هم تاروه دی، مثلأ تريو مرچ ، تروې غوښې ، تاروه کبان او داسی نور٠ دغه تاروه خوراکونه په لوښو کښی د تخمير له لاری جوړ شويدی او ځانګړی خوند لری٠