<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-17 17:40:14    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونی غزتمنو اوريدونکو

زه عنايت الله رمز او زما همکاره –چينګ چونګ ستاسو د روغتيا په هيله او د ګيْډی ګيډۍ سلامونو په وړاندی کولو سره ددی اونی د خپرونی په خپرولو سره ستاسو په خدمت کښی يو .

هيله ده چه يو څو شيبی له مونږ سره پاتی شی .

چين چونګ___ ددی دپاره چه زمونږ ګران اوريدونکی ډير په انتظار کښی پاتی نشی ، نو ښه به دا وی چه لومړی ليک راواخلو او دوی په خپل ليک کښی يی څه ليکلی دی .

رمز __ ډير ښه ، دا دوه ليکونه چه همدا اوس زما په لاس کښی دی زمونږ دايمی اوريدونکی هجرت الله فريادی د پاکستان د هريپور شلم لمبر کمپ د ګل غونډی له کلی څخه يی رااستولی دی .

ښاغلی هجرت الله فريادی لومړی سلامونه ليکلی او بيا پخپل لومړی ليک کښی داسی زياتوی زه د چين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی دايمی اوريدونکی يم ،تل دا خپرونه په خوشحالۍ سره اورم. يقينا چه دچين د بين المللی راډيو د پښتو څانګی خپرونی ډيری په زړه پوری او خوندوری دی او زما ډيری خوښيږی .

او بيا په خپل ليک کښی ليکی ما څو خطونه تاسو ته واستول ، خوتاسو په يوه ليک کښی هم ما ته ځواب را نه کړ ، که هر څومره په انتظار کښی پاتی شم او زما ليکونو ته ځواب را ونه ليږی ،زه تاسو ته ليکونه دراستوم ، بيا يی هم هيله کړی ده چه مطبوعات او خپل عکسونه ما ته راواستوی .

چين چونګ __ رمز صاحب د هجرت الله فريادی صاحب لومړی ليک خو ډير اوږد دی ، په دوهم ليک کښی يی څه ليکلی دی . مهربانی وکړی، هغه هم ور ته ولولی :

رمز __ چين چونګ جانی ، د فريادی صاحب د لومړی ليک په پای کښی د بی احتياطی په نامه يوه لنډه کيسه هم شته ، خو لومړی به يی دوهم ليک راواخلو او که وخت و، د همدی ليک په پای کښی به يی کيسه هم ولولو ، ځکه د نوموړی کيسی مضمون د پند او عبرت نه ډک دی .

چين چونګ __ مهربانی وکړی په دوهم ليک کښی يی څه ليکلی دی .

رمز __ دوی ليکلی چه زه هجرت الله فريادی او زمونږ د ښوونځی زما هم ټولګی هر يو ضياالدين منير ، عبيد الله وطن دوست ، محمد نصير جهانی ، فضل قادر فضل او شفيق الرحمن شفق دچين بين المللی راډيو ټولو کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوو. هيله ده زمونږ د مهاجرو غريبانه سلامونه ومنی . بيا ليک ته دوام ورکوی او ليکی _ زمونږ د ښوونځی ټول زده کوونکی ډيره خوښۍ څرګندوی چه مونږ ستاسو سره قلمی اړيکی لرو او زمونږ د ښوونځی مدير هم زمونږ له دی کا رڅخه ډيرخوشحاله دی . ځکه تاسو ښه ښه پروګرامونه خپروی او پښتو ژبی ته ډير خدمت کوی .د ليک په پای کښی زياتوی چه مونږ ټول د النصر د عالی ليسی د دولسم ټولکی زده کوونکی يو او ستاسو ليک پوښتن پاڼی او مجلی مونږ ته راورسيدی .

چين چونګ __ د محترم ورور هجرت الله فريادی او ددوی ټولو ملګرو سلامونو ته وعليک وايو او پخپل وار سره مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . هيله لرو چه فريادی صاحب او ددوی ټول هم صنفان په خپلو زده کړو کښی لا هم کوشش وکړی،

ترڅو د ځان او د خپل هيواد او خلکو دپاره د خدمت وړ وګرځی . دا چه دوی پخپل دوهم ليک کښی ليکلی و چه زمونږ مجلی ، مطبوعات او پوښتن پاڼی يی تر لاسه کړی دی ، ډير خوشحاله شولو او نور يی د انتظار شيبی پای ته ورسيدلی رمز صاحب تاسو خو وعده کړی وه چه د فريادی صاحب د ليک څمخه يوه لنده کيسه به هم ولولی .

رمز __ هو ، زه پخپلی وعدی ولاړ يم او د فريادی صاحب د بی احتياطی په نامه لنډه کيسه داسی پيل کيږی .

يوه ورځ يوی ښځی د نغری او تنور ايری د کور د انګړ نه دباندی وغورځولی .ايری لا مړی نه وی چه باد راوالوت او د ايرو څخه داور بڅرکی يی د کور انګړ ته راولوزول .د کور ميرمنی د اور دغه بڅرکی ښه وليدل ، خو بی پروايی يی وکړه .هغی داسی فکر کاوه چه دا ډير کوچنی بڅرکی دی . هيڅ يی ور ته پام ونه کړ او پخپلو کارونو بوخته شوه ،توند باد د اور بڅرکی لا نور هم تازه کړل ، د کور د انګړ په هغی برخی يی راولوزول چه هلته خس او خاشاک پراته و. د اور همدغه واړه بڅرکی ورو ورو تازه شول او بيا يی په خس او خاشاک کښی اور بل کړ .خسو او خاشاکو اور واخيست ، لمبی يی پور ته شولی او د کور ټول شته يی وسوځول .که څه هم په دی وخت کښی د دغه کور شا و خوا نور ګاونډيان مرستی ته راودانګل، ترڅو د اور لمبی مړی کړی ، خو نا وخته شوی و او په دی توګه د يوی کوچنی بی پروايی او

بی احتياطی له امله ټول کور د اور په لمبو کښی تور دود شو .

چين چونګ __په ريښتيا هم په زړه پوری کيسه وه چه ټولی کورنی بايد د ژوند په چارو کښی د هر ډول بی احتياطی او بی پروايی څخه ډډه وکړی .

رمز __ دا ليک زمونږ د هماغه پخوانی ګيله من اوريدنکی ليک دی چه په هر ليک کښی يی ليکلی، زه د عنايت الله رمز او چين چونګ نه ډير زيات ګيله من يم چه زما ليکونه نه خپروی او هم را ته پاکټونه نه راليږی . زمونږ دغه ګيله من ورور نثار احمد احمدی چه اصلاد افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او اوس دپاکستان په صوبه سرحد مانسهری کی د مسافری شپی او ورځی تيروی .

نثار احمد احمدی خپل ليک ته دوام ورکوی او زياتوی چه زه نثار احمد احمدی دچين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو ته ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوم ، بيا وايی چه ما سره وروڼه دی.هر يو راز محمد دل سوز ، ګل احمد ، ثمر سيلاب ، داد محمد هجران ، خان محمد وفا ، علی محمد خاکسار او فدا محمد فدا ، او زما ملګری دی هر يو محمد عارف عرفان ، قدرت الله ارمانی ، صادق الله همداد، حسن خان قلميار او قاری محراب الدين پريشان .

دوی وايی : مونږ د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونی سره ډيره مينه او علاقه لرو او شپه او ورځ يی اوروو .

نثار احمد احمدی د خپل دغه ليک په پای کښی ليکی چه دا زما څووم ليک دی ، تاسو زما ليکونه نه خپروی يوازی دوه ليکونه مو خپاره کړی دی او د نورو ليکونو درک نشته .

چين چونګ __نثار احمد احمدی او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو ، دوی په هر ليک کښی خپله ګيله تګراروی او وايی چه زما ليکونه نه خپروی .زمونږ ښه په ياد دی چه په تيرو دری مياشتو کښی مو په هره خپرونه کښی يو يا دوه ليکونه د ښاغلی نثار احمد احمدی خپاره کړی د ی دا چه دوی نه دی اوريدلی ، دا زمونږ ګناه

نه ده. د پاکټونو په هکله مونږ پخوا هم ويلی و چه په تيره مياشت کښی زمونږ پوسته لږ څه ځنډيدلی وه ، خو وروسته مو په منظم ډول دغه لړی پيل کړی ده او د نثار احمد احمدی په شمول خپلو نورو اوريدونکو ته مو هم پاکټونه او مطبوعات استولی دی ، خوشحاله اوسی .

رمز __ دا ليک د اريانا د کلب مشر او زمونږ دوست او دايمی ملګری محمد عارف عرفان د پاکستان صوبه سرحد مانسهری نه رااستولی او خپل ليک داسی پيل کوی .

سلامونه په هوا لکه بادونه ، جګ جګ لکه غرونه، شنه لکه فصلونه ، ښايسته لکه ګلونه له طرفه د محمد عارف عرفان دپاره د خپلو دوستانو او د چين

د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی نورو دوستانو او همکارانو ته د زړه له تله وړاندی کوم.. بيا خپل ملګری هر يو نعيم خان پرديسی ، امان الله امان، خان محمد خاکسار ، قاری رحمت الله ، صادق الله همدرد ، نور جان نورانی ،عبدالغياث همراز ، سيداګل همکار برهان الدين او علام رسول .

عرفان صاحب د خپل ليک په پای کښی ليکی چه دلته د سهار له خوا د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه بالکل نه اوريدل کيږی .

چين چونګ___ دعرفان صاحب او ملګرو ګيډی ګيډی سلامونو ته يی وعليک وايو او مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وايو .

ستاسو ددی غوښتنی په باب چه زمونږ د سهار له خوا خپرونه ستاسو په سيمه کښی نه اوريدل کيږی، له خپلو تخنيکی همکارانو سره به مشوره وکړو ترڅو دغه ستونزه ليری کړی .

رمز __ او ددی خپرونی دا وروستی ليک هم د صوبه سرحد مانسهری نه د اريانا د کلب غړی قدرت اله ارمانی راليږلی، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او دوی هم پخپل ليک کښی هغه ملګری ليکلی چه دمخه مو د محمد عارف عرفان په ليک کښی ولوستل د تکرار ځای نه لری .

قدرت الله ارمانی د خپل ليک په پای کښی د پاکټونو او مطبوعاتو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ___ قدرت الله ارمانی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو. مطبوعات او پاکټونه مو دمخه استولی دی . هيله ده چه په راتلونکی کښی هم ليکونه راواستوی .