د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، خبريال د دسمبر په اوولسمه نيټه د چين د کرنی له وزارت نه خبر اخيستی دی چه د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د ختن ښار په اړه د مرغانو د انفلونزا د سرايت د سيمی بنديز په همدی ورځ لغوه شوی دی .
د تيری مياشتی په شپاړلسمه نيټه په نوموړی سيمه کی د چرګانو او مرغانو د انفلونزا ساری ناروغی وموندله شوه . مربوطو څانګو پروخت تدبيرونه ونيول او د يوويشتو ورځو د پلټنې او معاينی نه وروسته د نوموړی سرايت پوره مخه نيول شوی دی .