د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان نوی پارلمان چه له دېرشو کلونو راهيسی د لومړي ځل لپاره د انتخاباتو له لارې رامنځته شوی ، د دسمبر په نولسمه نېټه په کابل کې لومړنی غونډه ترسره کړه او دری سوه يو پنځوس تنو پارلمانی غړو خپل کارونه پيل کړل . د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په خپله وينا کی له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چه د قومونو او سيمو تر منځ اختلافات پرېږدی او په افغانستان کې د سولی او سمسمورتيا د رامنځته کېدو لپاره کوشش وکړی. هغه په خپله وينا کی د طالبانو د رژيم د نسکورېدو نه وروسته د افغانستان د حکومت کورنی او بهرنی تګ لارې او تر لاسه شوی موفقيتونه هم ياد کړل.
|