د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د د سمبر په يوويشتمه نيټه په بيجينګ کی شپږو تنو داوطلبوکسانو ته د چين د لومړنی ډلی لپاره د چرګانو او مرغانو د انفلونزا په ضد واکسينونه وکړل شول . د نيم ساعت د طبی څارنی او معاينی نه وروسته د هغوی پر بدنونو يی کومه منفی اغيزه نه ده پری ايښی .
د دغی طبی څيړنی اصلی مقصد د چرګانو او مرغانو د انفلونزا په ضد د واکسين د باوری اغيزې څارل دی . دغه ازموينه به د نهو مياشتو نه وروسته په پوره توګه بشپړه شی . اټکل کيږی چه ابتدايی نتيجه به يی د درو مياشتو نه وروسته ترلاسه شی .