د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمد قاصوری د روانې مياشتې په ٢٢مه نيټه په اسلام أباد کې هيله څرګنده کړه چه پاکستان او هند په راتلونکی جنوری کی د خارجه چارو د مرستيالانو په کچه د دواړو هيوادونو تر منځ د هر اړخيزه ديالوګ د دريم پړاو په خبرو اترو کی د کشمير مسئلې د حل و فصل په برخه کی لا نور برياليتوبونه تر لاسه کړي ٠
د پاکستان د رسمی خبری اژانس د خبر سره سم قاصوری د بنګلاديش د پارلمانی هيئت سره له کتنی وروسته له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی دغه مطلب څرګنده کړه ٠ هغه وويل چه د کشمير د مسئلې حل و فصل د پاکستان او هند تر منځ بدلون منوکی رويی ته اړتيا لری ٠