<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-24 19:02:47    
د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ،

cri

د ګيډی ګيډی سلامونو په وړاندی کولو او ستاسو د خوښۍ او روغتيا په هيله زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين چونګ ددی خپرونی په وړاندی کولو سره چه ستاسو خپله خپرونه ده په خدمت کښی يو .

چين چونګ ___ هو ، همداسی چه رمز صاحب وويل دا خپرونه پخپله د ګرانو اوريدونکو خپرونه ده او زمونږ هيله د ډيرو قدرمنو اوريدونکو څخه دا ده چه د پخوا په شان خپلی دغی خپرونی ته ليکونه راواستوی او پخپلو وړانديزونو او ارزښتناکو سلا مشورو سره زمونږ د همدی خپرونی په لا بډاينی کښی مرسته وکړی .

اوس رمز صاحب تاسو دا لومړی ليک ولولی چه د کوم اوريدونکی دی او له کومه ځايه څخه يی رااستولی دی .

رمز __ چين چونګ جانی ، ستاسو دی څو خبرو پر ما هم اغيزه وکړه او يقينا چه اوريدونکی به د پخوا په شان مونږ ته ليکونه رااستوی او ددی خپرونی په بډاينه او لا ښه والی کښی پوره برخه اخلی .

له دی هيلو او خبرو تر څنګ دا لومړی ليک چه په لومړی ځل يی مونږ ته راليږلی دی ، زمونږ يو داسی اوريدنکی دی چه بدن يی د ٢٣ کالو راهيسی فلج دی ،خو هيڅکله يی خپل همت له لاسه نه دی ورکړی.

د ننګ او غيرت نه ډک زمونږ دغه اوريدونکی عبدالباری حيران نوميږی چه خپل دغه ليک يی د پاکستان د صوبه بلوچستان ضلع پشين تراټی کلی څخه را استولی دی .ښاغلی بدرالدين حيران خپل ليک داسی پيل کوی د چاينه بين الاقوامی راډيو

پښتو څانګی ته د لومړی ځل دپاره ليک ليکم . په دی هيله يم چه پخپل ښايسته پروګرام کښی ځای ورکړی .

بيا په خپل ليک کی زياتوی : زه عبدالباری حيران تقريبا ٢٣ کلونو راهيسی فلج يم . دواړه پښی می فلج دی . څلور کاله د ای . سی . ار . سی هسپټال کښی پروت وم کله چه د علاج څخه نااميده شوم . تعليم ته می مخه کړه . ځکه زه غواړم چه د بل داوږدو بار نشم او خپل بوج پخپله غاړه پور ته کړم . د همدی پريکړی سره سم می د انګليسی ژبه زده کړه او د کمپيوټر پروګرامونه می ولوستل او زده کړل، ترڅو خپله ډوډۍ پخپله پيدا کړم .

همدا شان محترم ورور عبدالباری حيران د خپل ليک په پای کښی ليکی :له ٢٠٠٤ کال څخه ستاسو د پښتو خپرونی پروګرامونه اورم، ډير می ور څخه زده کړی دی ، خو ليک داول ځل دپاره ليکم او غواړم چه تل له تاسو سره قلمی رابطه وساتم .

چين چونګ _ مونږ لومړی محترم ورور عبدالباری حيران ته د زړه له کومی سلامونه وايو، .بيا ددوی لوړ همت او ټينګه اراده ډيره ستايو. که هر ځوان او پيغله پخپله ستا په شان لوړ همت ولری ، نو هيڅکله به د نورو د اوږو بار نشی . سره له دی چه تاسو ناروغه ياست او پښی مو فلج شوی دی ، خو ستاسو اراده او عزم دومره قوی او ټينګ دی چه نشی کولای ستاسو ملا ستونزو ته ټيټه کړی . مونږ ډير خوشحاله شولو چه تاسو د خپلی پوهی او نه ستړی کيدونکی زيار له امله علم او پوهه

زده کړی ده او ورڅخه ميوه تر لاسه کوی . نو له دی امله ستاسو د ښی روغتيا هيله کوو او هم مو د ژوند په چارو کښی برياليتوب غواړو . ستاسو د ژوند په نورو چارو

کښی برياليتوب غواړو او ستاسو نورو ليکونو ته سترګی په لاره يو .

رمز __ چين چونګ جانی ، بايد دا يادونه هم وکړم چه د محترم عبدالباری حيران ددی ليک د خپريدو ترڅنګ چه همدا اوس مو خپور کړ. زمونږ د پروګرام پروديوسری يو شخصی ليک د پوستی له لاری دحيران صاحب په پته هم استولی دی . هيله ده چه زمونږ دغه ليک به يی تر لاسه کړی وی .

رمز __ د کوچنی اختر د مبارکی په مناسبت دا دری پست کارتونه د پاکستان د شمالی وزيرستان ضلع بنون ميرانشاه نه طلاخان کوڼ نيازی راليږلی او مونږ ټولو ته يی د تير کوچنی اختر له امله مبارکی ويلی ده .

چين چونګ __ د محترم ورور طلاخان کوڼ نيازی نه ډيره مننه کوو چه د کوچنی اختر له امله يی مونږ ته د زړه له کومی مبارکی ويلی ده . مونږ هم دوی ته د تير کوچنی اختر او د راتلونکی لوی اختر په مناسبت مبارکی وايو .

نيکمرغۍ او خوشحالۍ مو تل په برخه واوسه

رمز __دا ليک د پاکستان صوبه سرحد مانسهری نه زمونږ اوريدونکی امان الله امان راليږلی او وروسته له سلامونو نه ليکی __ زما سره ملګری دی، دوست محمد دوکاندار ، سردار خان ، محمد امين او طالب خان .

بيا پخپل ليک کښی زياتوی چه زه او زما ټول ملګری د چين د بين اللمللی راډيو د پښتو څانګی ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اوروو او هغه مو ډير خوښ دی . دغه راز امان الله امان په پاکستان کښی د تير اکتوبر د مياشتی د سختی زلزلی يادونه هم کړی ده او هم يی ليکلی چه نوموړی زلزلی خلکو ته ډير تاوانونه رسولی دی .

چين چونګ __ محترم امان الله امان ته مونږ هم سلامونه وايو .هيله ده چه دوی او

ملګری يی د زلزلی له ستونزو څخه وژغورل شی او هم ډير خوشحاله شولو چه د خدای په فضل روغ او جوړ پاتی دی . خو نورو ستونزی به يی د وخت په تيريدو سره هرومرو ليری شی .

رمز __ دا دوه ليکونه د پاکستان دجلوزو له کمپ څخه يو يی د عبدالبصير او عبدالغفار له خوا او بل يی د عبدالله يوسفزی او عبدالصبور له خوا راليږل شوی دی زمونږ دغو اوريدونکو لومړی سلامونه ليکلی او بيا يی ويلی دی چه دا زمونږ لومړی ليکونه دی او د يوه ليک په پای کښی يی د مطبوعاتو او مجلو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ __ د محترمو وروڼو هر يوه عبدالبصير ، عبدالغفار ،

عبدالله يوسفزی او عبدالصبور سلامونو ته مونږ هم وغليک وايو او زمونږ سلامونه دی هم ومنی . مطبوعات او مجلی مو دمخه ددوی په پته استولی دی .ددوی د نورو ليکونو په تمه

رمز __ او د نن خپرونی دا وروستی ليک زمونږ د پخوانی اوريدونکی محمد عاقل عاقلی دی چه د پاکستان دپښور د جلوزو له کمپ څخه يی رااستولی دی .

محترم محمد عاقل عاقلی مونږ هر يوه ته په جلا جلا توګه سلامونه ويلی او وروسته له سلامونو نه زياتوی :ستاسی ټول نشريات په زړه پوری دی ارزو لرم چه په راتلونکی وخت کښی هم ور ته دوام ورکړی او د اوريدونکو دپاره همداسی په زړه پوری پروګرامونه وړاندی کړی .

دعاقلی صاحب يوه غوښتنه دا ده چه که امکان ولری، تاسو خپلی د تيلفون نمری مونږ ته راوليږی اوغواړم چه له تاسو سره په تيلفون کښی خبری وکړم او بله غوښتنه

يی دا ده چه د چين په هکله که کوم کتاب وی ، نو ما ته يی راوليږی او زه ډيره ارزو

لرم چه دغه ډول تاريخی کتاب راته راواستوی .

دغه راز عاقلی صاحب د ليک په پای کښی څو لنډی هم ليکلی دی چه يوه يی داسی ده

خط می ليکه قلم می مات شو

د ليلا نوم را نه نيمګړی پاتی شو نه

چين چونګ __ د محترم عاقلی صاحب نه ډيره مننه کوو چه د يوه ځنډ وروسته يی مونږ ته بيا هم ليک راواستوه او په دی توګه يی خپلی قلمی اړيکی يو ځل بيا له مونږ سره ټينګی کړی .

سلامونو ته يی وعليک وايو او مونږ هم ور ته سلامونه وړاندی کوو . د تيلفون نمری خو مونږ کله نا کله د راډيو په خپرونو کښی اعلان کړی دی او هم زمونږ پته او نمری دانترنيټ له لاری هم تر لاسه کولی شی . خو يو ځل بيا زمونږ د تيلفون دغه نمری له ځانه سره وليکی

٦٨٨٩٢٦١٢ ___ ٠١٠ ___ ٠٠٨٦ او ٦٨٨٩٢٦٣١ ___ ٠١٠ ___ ٠٠٨٦

دچين د تاريخ په هکله په پښتو ژبه کوم ژباړل شوی کتاب نه لرو ، تاسو کولی شی زمونږ دانترنيټ پاڼه لولی او دچين تاريخ ، کلتور ، اقتصاد او نورو برخو کښی معلومات تر لاسه کړی ، ستاسو د نورو لکيونو په تمه .خوشحاله اوسی .