د سين هوا اژانس د خبر له مخی د ديسمبر په شپږويشتمه نيټه د روغتيا د نړيوال سازمان په اړه د ارام سمندر د لويديځې سيمې مشر اومی شيګيرو په بېجينګ کی وړانديز وکړ چی د چين بزګران د کورنيو مرغانو د روزلو لارې چارې بشپړې کړي ، چی د مرغانو په منځ کې يا انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو مخه ونيسی. هغه خبريال ته وويل چی بايد د اوږدې مودې دپاره د روزلو شرايط ښه او له مرغانو سره د انسانانو تماسونه کم شی. مخکی له دې نه د چين حکومت پرېکړه کړی وه چی د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو د مخنيوي د يوې لارې په توګه د کورنيو مرغانو د روزلو لارې چارې بدلې کړي.
|