د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ وويل چه انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپريدو د وقايی او کنترول په برخه کی چين او د روغتيا نړيوال سازمان تر منځ د ښه همکارۍ او تبادلی ميکانيزم جوړ شويدی ٠
د چين د ناروغی د وقايی او کنترول مرکز د دسمبر په شلمه نيټه د روغتيا نړيوال سازمان ته هغه خبر ورکړ چه په چين کی دوه تنه د مرغانو په انفلونزا اخته شويدی ٠ سر بيره پر دې د روغتيا د نړيوال سازمان يو هئيت هم د روانې مياشتی په دريمه لسيزه کی د چين له يوی سيمی څخه کتنه وکړه ٠