<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-31 19:14:53    
له اوريدونکو دوستانو څخه د زړه له کومی مننه کوو

cri

منتظم ١ او منتظم -٢ دواړه په ګډه وايی _ اسلام عليکم !

منتظم ١- زه وی وې يم ، په دی بختور وخت کی چه د نړۍ د مختلفو هيوادونو خلک له ٢٠٠٥کال سره مخه ښه کوی او د ٢٠٠٦ نوی کال سره روغبړ کوی ، مونږ - د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی ټول کارکوونکی تاسو - ګرانو او محترمو اوريدونکو دوستانو ته د مينی سلامونه وايو او د زړه له کومی ورڅخه مننه کوو .

منتظم ٢ – زه شی مونګ يم . زه له تاسو نه مننه کوم چه د راډيوګانو تر څنګ ناست يی او زمونږ دغه پروګرام اورئ .

منتظم ١ _ ٢٠٠٥کال يو غير معمولی کال ؤ . په دی کال کی په نړۍ کی زياتی ستری پيښی وشوې ، په تيره بيا د هغی سختی زلزلی له امله چه د جنوبی اسيا په سيمه کی وشوه ، زمونږ د ډيرو اوريدونکو دوستانو په شمول ددی سيمی خلکو ته د سرومال ډير ستر تاوانونه رسيدلی دی . مونږ له دوی سره ډيره ژوره همدردی او په غمونو يی د خواشينی احساس کوو .

منتظم ٢_ په ځانګړی ډول دا خبره د يادونی وړده چه په هماغو مشکلو ورځوکی د مصيب ځپلو سيمو اوريدونکو لا هم زمونږ خپرونی اوريدلی چه مونږ يی ډير متاثر کړی يو . په دی وخت کی چه ٢٠٠٥ کال پای ته رسيږی ، مونږ د پښتو څانګی ټول ځوان او مشران کارکوونکی په دی هکله تاسو ته وايو __

ډيره ډيره مننه !

منتظم ٢ _ زمونږ د زړه له کومې هيلی دا دي چه د مصيبت ځپلو سيمو اوريدونکی دوستان ژر تر ژره له مشکل حالت څخه خلاص شی او خپل کورونه بيا اباد او سمسور کړی .

راځئ چه مونږ په ګډه دغه خوږه سندره واورو چه نوم يی دا دی _ نړی بايد له مينی نه ډکه وی ، ترڅو زمونږ غوره او نيکی هيلی څرګند کړو .

منتظم ١ __ درنو اوريدونکو ، د پښتو خپرونی د پرمختګ په لاره کی مونږ هر برياليتوب ستاسو د همکارۍ ، ملاتړ او تشويق په ترڅ کی لاس ته راوړی دی . په تير يوه کال کی د زياتو اوريدونکو ليکونه او الکترونيکی يا بريښنا ليکونه مونږ ته رارسيدلی او پکی يی زمونږ د پروګرامونو په اړه د ملاتړۍ اوخوښی څرګندولو ترڅنګ يی هم ډير ارزښتناک نظريات او ګټور وړانديزونه وړاندی کړی او مونږ د پښتوخپرونی د غوره والی او ښکلا لپاره تری ګټه اخيستی ده .

منتظم ٢ __ دلته په تيره بيا مونږ له هغو اوريدونکو دوستانو څخه مننه کوو ، ددوی نومونه دا دی : د اريانا د پښتو ادبی تنظيم مشر سيد وارث حنيفی ، د اريوب کلب مشر محمداقتبال بشر دوست ، د بااختر مشر سيد الرحمن بهير او د صوبه بلوچستان د پشن تراټی کلی ځوان شاعر بدرالدين عزيز صاحب .

منتظم ١ _ د صوبه سرحد د مردان ښاغلی محمد عثمان مردانوی ، د بلوچستان د پشين تراټی کلی عبدالباری حيران صاحب او داسی نور ډير اوريدونکی چه د وخت د محدوديت له امله د هريو نوم نشو لوستلی ، ټول زمونږ وفادار او دايمی اوريدونکی دی . دوی تل زمونږ سره قلمی اړيکی ساتی او زمونږ د کار يی ډير

ملاتړ کړی او کوی يی . ښه ، اوس به په ګډه يوه ښکلی چينی سندره واورو چه نوم يی دی _ له تاسو نه مننه کوو، ترڅو مونږ د پښتو خپرونی د ښکليتوب او پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړو .

منتظم ١ _ ګرانو اوريدونکو ، ٢٠٠٥ کال تېر شو او په دی مناسبت مونږ په ځانګړی ډول له محترم عنايت الله رمز او محترم امان الله عمران څخه مننه کوو .

منتظم ٢ _ هو ، محترم ښاغلی عنايت الله رمزد تيرو دريو کالو په موده کی له مونږ سره ښه همکاری وکړه او د قرارداد مودې له پوره کيدو سره د دسمبر په سر کی کابل ته بيرته ستون شو. افغانستان ته له بيرته تګ نه مخکی د مخه ښی په غونډه کی ښاغلی رمز وويل :

زه په دی تيرو څه د پاسه دوو کالو کی راسره ستاسو د مرستی نه مننه کوم . د کلونو کلونو راهيسی د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستی موجوده ده او هيله من يم چه زمونږ ترمنځ دوستی دوام ولری او مونږ سره اړيکی وساتو .

منتظم ١ _ ښاغلی امان الله عمران ددسمبر په پنځلسمه نيټه د چين خاوری ته راورسيد ، اوس يی د پښتو څانګې د کارپوه په توګه په خپل مسلکی کار پيل وکړ . ښاغلی امان الله عمران له خپلی مورنی ژبی پښتو نه پرته ، په انګليسی او عربی ژبو هم پوهيږی . دی به له مونږ سره يو ځای قدرمنو اوريدونکو ته ښه خدمت وکړی او په دی ترڅ کی به د پښتو خپرونه نوره هم ترقی ومومی . اوس ښاغلی امان الله پخپله له تاسو سره څو خبری وکړي .

زه هم پخپل وار ټولو اوريدونکو ته دنوی زيږدی ٢٠٠٦ کال په رادبره کيدو مبارکی وايم ، له لوی خدای نه دعا کوم چه دغه کال په ځانګړی ډول د خپل هيواد افغانستان لپاره د نيکمرغۍ ، سولی ، امنيت ، سوکالی او دغه راز د سمسورتيا او پراخی ابادۍ او همداراز د ټولی نړۍ لپاره د پراخی سولی او نيکمرغۍ کال وی . زه په دی خوشحاله يم چی د چين بين المللی راډيو له پښتو خپرونی سره می کار او همکاری پيل کړی . هيله ده د خپرونی د لا نور پرمختګ او غوړيدو يو نوی پړاو پيل شی او درانه اوريدونکی هر وخت له مونږ سره خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړی . په پای کی يو ځل بيا ټولو قدرمنو اوريدونکو ته وايم نوی کال مو نيکمرغه او مبارک شه !

منتظم ٢ __ درنو اوريدونکو ، راځئ چه مونږ په ګډه له ٢٠٠٥ کال سره مخه ښه وکړو او ٢٠٠٦ نوی کال ته هرکلی ووايو .

ګرانو اوريدونکو ، دغه پروګرام تر دی ځايه پای ته ورسيد . دخدای پامان !