
ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! نن د ٢٠٠٦ کال دريمه ورځ ده . زه چين جونګ يم او زما پښتو نوم غوټی دی . په تېر کال کی د مونږ او اوريدونکی د پروګرام نطاقه وم . ډيره خوشحاله يم چه په تېر کال کی می د مونږ او اوريدونکی په پروګرام کی له رمز صاحب سره ستاسو خدمت وکړ . د اوريدونکو له خوا د ډيرو ليکونو په رارسيدو او لوستلو خورا زياته متاثره شوم او د ګرانو اوريدونکو شوق او ذوق می احساس کړ .
د تېر کال له سپتامبر راهيسی ، ما د ښځه او ټولنه پروګرام د خپرونې مسؤليت په غاړه اخيستي له دې سره سره چه زما په کارونو کی ښايی څه ستونزې وی ، خو زه به هڅه وکړم چې دغه ستونزی له منځه يوسم او په مداومه توګه به دغه پروګرام جوړوم . نو که تاسی څه پوښتنې لری او يا د څه په اړه مرستې ته اړتيا لری ، زه به تر خپل وس پوری له تاسو سره همکاری وکړم .
د ښځه او ټولنه په نننې پروګرام کی به د نوی کال د مبارکې په هکله تاسو ته يوه سندره وړاندی کړم چه عنوان يی دی : نوی کال مو مبارکه شه
!
په چين کی خلک د نوی ميلادی کال د رادبره کېدو په مناسبت يوه ورځ رسمی رخصتی لری . د نوی کال په رارسيدو سره خلک عموماُ د اور لوبو په خوشحاله او توده فضا کی د نوی کال هر کلی کوی .په دی ورځ ځينی خلک اوپراګانی _ فلمونه _ سندرې او ډرامی ګوری او ځينی خلک ډول ډول د فولکلوری فعاليتونو ليدو ته ورځی .
په تېر کال کی ستاسو له مرستې او ملاتړ څخه ډېره ډېره مننه کوم . هيلمنه يم
چه په راتلونکی کال کی به تاسی خوشحاله او نيکمرغه اوسئ او د نوی کال مو مبارک شی !
ګرانو اوريدونکو ، د ښځه او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ستاسو د خوشحالی او نکمرغی په هيله .