<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-05 16:00:11    
د چين د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو ساتنه او پرمختګ

cri

(د مغولی قوم سندره) دا سندره چه تاسی يی اوری، د چين د مغولی قوم د ماشومانو يوه لرغونی بدله ده او د دی قوم د يوې کورنۍ د ټولو غړو لخوا د عصری موزيک په بدرګه په خپله قومی ژبه ويلې شوېده ٠ اوس دا بدله د چين په نيتونو کښی ډير رواج لری او د خلکو ډيره خوښيږی، حتی د موبايل يا ګرځند تليفون د زياتو کاروونکو لخوا د زنګ په توګه هم ورڅخه استفاده کيږی٠

چين شپږ پنځوس قومونه لری او له دې جملې څخه د ٌ هان ٌ قوم خلک د ټولو نفوسو اکثره برخه نيسی او د دی قوم ژبه او ليک دود د چين ملی ژبه او ليک دود دی٠ د ٌ هان ٌ له قوم څخه علاوه ، د چين د نورو پنځه پنځوسو ملی اقليتونو اکثريت ځانګړی ژبې او ليک دودونه لری٠ مثلأ مخکښی ياد شوی مغولی قوم نه يوازی يوه ځانګړی ژبه او ليک دود لری، بلکه د زمانې د پرمختګ تر څنګه مغولی ژبې زيات نوی لغتونه او اصطلاحات هم منلی دي ٠

د ملی اقليتونو ژبې او ليک دودونه د دوی د قومی کلتورونو د ښودلو وسائل دی ، کلتور ته د هغو ساتنه د نسل په نسل دوام ورکولو هدف ترسره کولای شی٠ د چين د قومی چارو د کمېټې په اړه د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو د چارو د دفتر مشرې ميرمن ان چينګ پينګ خبريال ته وويل :

( اواز) ٌ د چين اساسی قانون او << د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب قانون >> د ملی اقليتونو لخوا له ځانګړو ژبو او ليک دودونو څخه د استفادې حقوق په څرګنده توګه ټاکلی دی٠ نو د ځانګړو ژبو او ليک دودونو د استعمالولو په باب بايد په پوره توګه د دوی د أزادۍ درناوۍ وشی، هر څوک بايد دغه شان أزاد ۍ ته په سپکه سترګه و نه ګوری او هيچا ته دا اجازه نشته چه په زور سره د دوی دغه حقوق او أزادی بدله کړی٠ ٌ

د شميرنې له مخی ، اوس په چين کښی د ملی اقليتونو څه دپاسه پنځوس مليونه هيوادوال له خپلو قومی ژبو او ليک دودونو څخه استفاده کوی او د چين حکومت د قوانينو، ادارې، تعليماتو او ټولنيز چاپيريال له لحاظه د تدبيرونو په غوره کولو سره د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو أزاد استعمال تامينوی ٠ مثلأ د ادارې او عدالت په ساحو کښی د چين د حکومت د کلنی غونډې لخوا صادر شوی اسناد له ملی ژبې څخه پرته د مغول، ويغور، قزاق ، کوريا، جوانګ او يی په شمول د ملی اقليتونو په ليک دودونو هم چاپ او خپريږی او د غونډو د دوام په ترڅ کښی د ملی اقليتونو په ژبو ترجمه يا ژباړه هم ترسره کيږی ٠

د ملی اقليتونو ژبو او ليک دودونو ته د پراختيا او بشپړتيا ورکولو دپاره د چين حکومت د اړوندو پوهانو په غونډولو سره د شلمې پيړۍ له پنځمې لسيزې راهيسی د دغو ژبواو ليک دودونو څيړنه او تحقيقات کړی او زيات اړوند سيستماتيک مدارکونه يی تنظيم کړيدی٠ د چين په مرکزی حکومت او بېلا بېلو محلی حکومتونو کښی د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو د کارونو د لارښوونې ځانګړی ارګانونه شته او د چين د مختلفو قومی سيمو په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کښی په قومی ژبو زده کوونکو ته درسونه ورکول کيږی٠

( د راډيو د خپرونې اواز ) اوس هره ورځ د چين بېلا بېل راډيويی سټيشينونه د ملی اقليتونو په ٢١ ډولو ژبو خپرونه کوی او څه دپاسه اتيا ورځپاڼې په پنځلسو قومی ليک دودونو چاپيږی، برسيره پردی د چين په بازارونو کښی په بېلا بېلو قومی ليک دودونو چاپ شوی زيات کتابونه او مجلې او په قومی ژبو جوړشوی فلمونه ، کيستونه او تی وی کيستونه هم ليدل کيږی ٠

اوس له کمپيوټر څخه د استفادې زمانه ده، نو په کمپيوټر کښی د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو د استعمال پرمخبيول هم د چين د حکومت مهمه دنده ده٠ د چين د قومی چارو د کمېټې په اړه د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو د چارو د دفتر مشرې ميرمن ان چينګ پينګ وويل :

( اواز) اوس د چين د ملی اقليتونو تقريبأ ټول ليک دودونه په کمپيوټر کښی استعماليدای شی او اکثريت يی د ويندوس په سيستم کښی ښه کار کولای شی٠ د ويغوری ، کوريايی او مغولی قومونو هېوادوال له انټرنېټ څخه په ځانګړو ليک دودونو نشر شوی اسناد لوستلای شی او حتی د انټرنېټ له لاری په خپلو قومی ليک دودونو له دوستانو سره ديالوګ کولای شی٠

لنډه دا چه د زمانې د چټک پرمختګ تر څنګه د چين د ملی اقليتونو ژبې او ليک دودونه هم د پرمختللوپه حال کښی دی ٠