<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-07 18:47:16    
د مونږ اواوريدونکی پروګرام درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم

cri

دا دی بيا ستاسو د پروګرام وخت رارسيدلی ، مخکښی له دی چه په پروګرام پيل وکړو او د اوريدونکو ليکونه راواخلو ، دا چه زه د چين بين المللی راډيو ته نوی راغلی يم او لومړی ځل دی ، دا پروګرام وړاندی کوم . نو ګرانی همکاری وانګ هنګ څنګه دی خوښه ده ، خپلو درنو اوريدونکو ته ځان ور وپيژنم .

وانګ هنګ __ سمه ده ، مهربانی وکړی .

عمران __ نو زما نوم امان الله عمران او دا څه موده کيږی چه دچين بين المللی راډيو سره می کار پيل کړی او همکاری کوم او له دی وروسته به له اغلی وانګ هنګ سره چه دهغی پښتو نوم سپوږمۍ دی ، يو ځای دمونږ او اوريدونکی پروګرام وړاندی کوم .

وانګ هنګ __ ډير ښه ، دا دی تا خو قدرمنو اوريدونکو ته ځان ورپيژانده ، نو راځه چه ګران اوريدونکی په ډير انتظار کښی خپلو ليکونو ته سترګی په لار پاتی نشی ، نو ددوی ليکونه به يو په بل پسی راواخلو او ويی لولو .

عمران __ سمه ده ، دا لومړی ليک به راواخلم چه د پاکستان د صوبه سرحد دهزاره ضلع د تحصيل مانسهره د اچهړيان کمپ څخه قاری محراب الدين پريشان رااستولی ، خدايی دی نه پريشانوی ، ده لومړی د سی. ار. ای راډيو کارکوونکو ته سلامونه ليکلی ، بيا زياتوی چه له زلزلی څخه بچ شوی ، خو مالی تاوان ور ته رسيدلی او له دوی سره د زلزلی په ناورين کښی مرسته نه ده شوی ، په اخر کښی ليکی چه دده ليک د سيالی په ليکونو کښی خپور شی او وايی چه د زلزلی له امله

يی ډيره موده د سی . ار. ای راډيو هم نه ده اوريدلی .

وانګ هنګ __درانه اوريدونکی محراب الدين پريشان سلام ته وعليکم سلام وايو ، له زلزلی څخه په بچ کيدو مو خوشحاله يو ، دا چه مالی تاوان ور ته رسيدلی او همدارا دزلزلی په ستر ناورين کښی د مرګ ژوبلی د را منځ ته کيدو له امله ډير زيات خوشينی يو ، هيله ده د زلزلی نه په را منځ ته شويو زيانونو او ناوړه اغيزو باندی په برياليتوب وتوانيږی او له د ی نه وروسته زمونږ پښتو خپرونه د پخوا په شان هر وخت واوری

عمران __ستاسی په لاس کښی خو يو ليک ګورم ، تاسی يی ولولی چه دغه کوم اوريدونکی راستولی دی .

وانګ هنګ __ سمه ده ، دغه ليک هم د پاکستان صوبه سرحد د مانسهری د اچهړيان کمپ څخه محمد عارف عرفان رااستولی او پکښی يی د چين بين المللی راډيو ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کړی ، دده سره ملګری دی ، امان الله امان ، عبدالغياث همراز ، خان محمد خاکسار ، اغا ګل ملنګيار ، سيدا ګل همکار ، طارق الله همدرد ، نثار احمد احمدی ، غلام رسول او داسی نور ملګری يی ، دی وايی چه د زلزلی له امله د چين بين المللی راډيو له سيالی څخه محروم پاتی شوی او دوه راډيوګانی يی له لاسه ورکړی او له دی امله يی نشو کولای چه زمونږ پروګرامونه واوری ، دی وايی چه دغه ليک يی په بيړه ليکلی ، وخت نه لری او د دغه ليک د ليکلو دپاره يی په سلو کښی پنځه فيصده وخت موندلی چه د سيالی په ليکونوکښی خپور شی .

عمران __د ښاغلی محمد عارف عرفان او ور سره نورو ملګرو سلامونو ته

وعليکم سلام وايو ، خو چه دزلزلی له امله ور ته زيان رسيدلی ، خواشينی يو ، درنه اوريدونکی د راډيوګانو په له منځه تلو مه خپه کيږه ، دا چه تاسی سلامت ياست د خوشحالۍ او شکر ځای دی هيله ده نوری راډيوګانی ومومی او زمونږ پښتو خپرونه تل واوری او دغه راز مونږ ته د ليکلو او خپلو نظرونو راليږلو دپاره په سلو کښی پنځه پر ځای زيات وخت تر لاسه کړی .

واګ هنګ __ستا سره هم يو ليک ګورم ، تاسی يی ولولی چه چا راليږلی دی .

عمران __ دغه ليک چه زما په لاس کښی دی ، د پاکستان د بلوچستان صوبه د قلعه سيف الله ضلع د مير علی مير زيی له سيمی څخه حيات الله جلال زی ، عزيز الله جلال زی ، مـحراب خان ، رحمت شاه ، سميع الحق غوری ، روزی خان، مشال او جعفر په ګډه را استولی دی ، دوی لومړی خپل سلامونه وړاندی کړی ، بيا يی رفيع الله مندو خيل او حميد مسکين ته د تير اختر مبارکی هم ويلی ده ، دوی زياتوی ، ګرانو کارکوونکو ستاسی خپرونی زمونږ ډيری خوښی دی ، بلکه دا زمونږ خپله راډيو ده ، نو هسی به ولی د ځان صفت کوو ، ده په خپل ليک کښی يو شعر هم ليکلی دی چه يو څو بيته به يی ولولو .

ای ببر سر و غريبانو مظلومانو يوشی

تر يو بيرغ لاندی راټول شی افغانانو يوشی

به اختلاف مو خوشحاليږی دښمنان د وطن

د ګران اسلام د بلی شمعی پتنګانو يوشی

وانګ هنګ__ مونږ هم د دغو اوريدونکو سلامونو ته وعليکم سلام وايو دا چه زمونږ خپرونی يی ډيری خوښی دی ، ډيره مننه کوو . هيله ده خپل نظرونه هر وخت را

سره شريک وساتی ، د شعرد راليږلو يی مننه کوو چه ور ته مو ولوست . .

عمران __ د صوبه سرحد د کهمکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب کلب مشر محمد

اقبال بشر دوست اريوبی او ور سره د کلب نورو ملګرو د سی . ار . ای راډيو ټولو کارکوونکو ته سلامونه ويلی ، دی په ليک کښی زياتوی چه ډيرو قدرمنو ستاسو له خوا مونږ ته مطبوعات راورسيدل ،مونږ ډير خوشحاله شو ، ستاسی څخه يو جهان

مننه ، ښاغلی محمد اقبال بشر دوست اريوبی ليکلی چه مونږ ستاسی دايمی اوريدونکی يو ، ستاسی سره خپله قلمی رابطه ساتو، مونږ ستاسی هغه اوريدونکی يو چه څه د پاسه لس کاله کيږی چه ستاسی خپرونه اورو او ستاسی سره به خپله قلمی رابطه جاری ساتو ، دی په خپل ليک کښی وايی چه زه د کوهاټ عظمت مارکيټ مين بازار کښی د رختونو دکان لرم او خپله دوکانداری کوم او په هر وخت کښی چه اوزګار وم ، نو بيا خپله مطالعه کوم .

وانګ هنګ __ درانه اوريدونکی ، محمد اقبال بشر دوست اريوبی او ور سره د کلب ملګرو ته ځوابی سلامونه وايو ، دا چه دوی ته د چين بين المللی راډيو پاڼی رسيدلی دی، مونږ هم خوشحاله يو ، هيله ده چه په خپل کار او ورځنيو چارو کښی بريالی وی او زمونږ سره خپله قلمی رابطه تل ژوندی وساتی .

عمران __ له هنګو نه د پښتو نخوا چاينا کلب غړی هر يو سيد فراز ، احمد ګل ، سمين ګل ، محبت خان ، نبی ګل ،عبدالعزيز ، ساجد بختيار، عثمان بختيار او ور سره نور ملګری د سی ، ار ،ای راډيو پښتو څانګی کارکوونکو ته سلامونه او احترامونه وړاندی کوی ، دوی ليکی چه تل ستاسی پروګرامونه او خپرونی اورو او زياتوی چه زمونږ د کلب له خوا نه د ليکونو د ځنډ مطلب دا نه دی چه ګواکی زمونږ

د کلب غړی ستاسی خپرونی نه اوری ، بلکه زمونږ د کلب مشرظابت صيب عارف

بختيار اوس مهال د يوی دولتی وظيفی په ترڅ کښی په کندهار کښی دی او هلته

نورو ملګرو ته معلومت ورکوی او د سی . ار . ای راډيو پښتو خپرونی ته نور اوريدونکی تشويقوی .

وانګ هنګ __ په هنګو کښی د چينا کلب ټولو غړو او ور سره ملګرو ته مونږ هم

سلامونه وايو ،دا چه دوی زمونږ پروګرامونه او خپرونی تل اوری ، د خوشحالۍ ځای دی ، ددوی د کلب مشر چه د خپلی دولتی دندی د تر سره کولو تر څنګ د سی ، ار ، ای راډيو پښتو خپرونی اوريدو ته مينوال هڅوی، تری ډيره مننه کوو ، هيله ده چه زمونږ پروګرامونه او خپرونی ددوی د خوښۍ وړ وی او زمونږ سره خپل نظرونه تل شريک کړی دغه راز ددوی له خوا د خپلو عکسونو له راليږلو څخه هم مننه کوو .

عمران __ د قندهار ولايت ٢.٥اتل قول اردو نه ظابت عارف بختيار ، رحمت الله احمدزی ، عبدالله نصرت ، سيد عبدالله کاموال ،قاری ارسلا شيرزی ،فريد الله ، نور اغا حقمل ، هيشم علی ، دارو خان دارو زاده ، قسم علی قزلباش او شريف الله تاجک پخپل ليک کی سلامونه وړاندی کړی، دوی ليکی چه مونږ دلته په اول ځل د سی ، ار ، ای راډيو پښتو خپرونی سره ضابط صيب عارف بختيار اشنا کړو او زياتوی مونږ فکر نه کاوه چه د چين له راډيو به پښتو هم خپريږی او کله مو چه په پر له پسی توګه واوريده ، نو باور مو راغی ، دوی ليکی چه دچين د ولسی جمهوريت په تيره بيا د سی . ار . ای راډيو له مشر نه غوښتنه کوو چه فارسی يا دری ژبی خپرونی هم پيل کيږی او که ممکن وی د سی ، ار ، ای راډيو پښتو څانګی کارکوونکو عکسونه

او وډيو فلم راوليږی،دوی د ملنګ جان يو شعر هم رااستولی چه يو څو بيتونه به

يی ولولو ،

له چشما نومی بهيږی نن خوناب ، چه می حال د زمانی وليد خراب ،

صداقت ، ننګ او ناموس له دنيا ورک شو ، هر سړی خوځوی ژبه په ګذاب

د ساداتو سالکانو عزت ورک شو ، عزتمن دی چه ليری چنګ و رباب

دا ګردش د زمانی دی ملنګ جانه ، کارغه ناست دی په چګس باز په تراب

وانګ هنګ __ د قندهار ولايت په 205 قول اردو کښی د غو ټولو اوريدونکو

سلامونو ته وعليکم سلام وايو ، له ضابط عارف بختيار څخه مننه کوو چه ده نور ملګری هم دچين بين المللی راډيو له پښتو څانګی سره اشنا کړی ، دی پخپله زمونږ

پخوانی اوريدونکی دی او اوس چه تاسی د چين له بين المللی راډيو څخه

د پښتو دچين له بين المللی راډيو څخه د پښتو په خپرونی خبر شوی يی هيله ده

چه هر وخت يی واوری او د ټولو پروګرامونو په اړه يی مونږ ته خپل وړانديزونه او نظريات راوليږی . ګرانو اوريدونکو دا چه تاسی د فارسی ژبی د خپرونی د پيل کيدو غوښتنه کړی ، د سی ، ار ، ای راډيو د فارسی خپرونه لری او تاسی کولی شی چه

وايی وری، ستاسی په غوښتنه د امکان په صورت کښی به تاسی ته د پښتو

څانګی پاڼی او عکسونه درواستوو او د شعر له راستولو مو هم ډيره مننه کوو چه در ته خپور مو کړو .