د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د جاپان د روغتيا او کار وزارت او د ساری ناروغۍ په باب د څېړنی مرکز د جنوری په اومه نېټه وويل چه د ښه څېړنی او بحث نه وروسته ، امکان شته چه د عبراکی کن د ولسوالۍ د چرګانو د روزنې په مرکزونو کی څلويښت تنه کارکوونکی د مرغانو د انفلونزا د سختی ناروغۍ په ويروس اخته شوي وو. د خبر له مخی، څېړنه کوونکو د دغو څلويښتو تنو کارکوونکو په وجود کی د H5N2 ډول د مرغانو د انفلونزا د ويروس په ضد ميکروب پيدا کړ . اوس دغه څلويښت تنه کسان د ناروغی هېڅ نښه او د يو ځل بيا د اخته کېدو خطر نه لری.
|