د سين هوااژانس د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د جنورۍ په نهمه نېټه د هند له تلويزونی خبريالانو سره د مرکې په بهير کښی وويل چه د پاکستان او هند ترمنځ اوسنی روابط د تيرو کلونو نه ډير ښه دی، خو هغه په عين وخت کښی د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولې د بهير څخه مايوسی څرګنده کړه٠
جمهوررئيس مشرف وويل چه که څه هم ډول ډول خنډونه موجود دی ، خو بيا هم د دواړو هيوادونو اوسنی روابط د تيرو کلونو په نسبت ډير ښه دی ٠ خو هغه وويل : څرنګه چه هند د سوله ايزو خبرواترو په بهير کښی د پاکستان زياتو وړانديزونو ته مناسب ځواب ندی ورکړی ، نو هغه مايوسی څرګندوی ٠