<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-12 20:18:52    
په چين کی لوی اختر لمانځم

cri

د نيکمرغه لوی اختر په لومړی ورځ سهار وختی ٧ بجی ( په محلی وخت )دچين د بين المللی راډيو ودانی ته راورسيدم د پښتو خپرونی له خپل همکار شيمون سره دمخکينی ژمنی سره سم مونږ د اختر لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته تللو دچين بين المللی راډيو ودانی د پلازمېنی بېجينګ په لوېديځه برخه کښی ده . د راډيو له ودانی سره څېرمه د ځمکی لاندی مترو له تم ځای څخه شا و خوا له يو ساعت مزل وروسته د ښار په ختيځه غاړه کښې جومات ته ورسيدو، په دی برخه کښی دچين د هوی قوم مسلمانان اوسېږې او دغه جومات هم ددوی دی . له جومات بهر د اختر لمانځه ادا کولو لپاره ډېر وګړي راغلی وو ،سپينې خولی يی پر سرونو وی، زلميان او سپين ږيری ټول ددوی تر منځ ليدل کېدل، د جومات په انګړ او دننه دقران کريم تلاوت په لوډ سپيکر اورېدل کېده. د لمانځه له ادا کولو مخکې ملايان جومات ته راغلل چه سپين پټکی يی تړلی و او يو تن بيا د لوی اختر او قربانی په اړه په چينايی ژبه خطبه يا وينا واوروله. که څه هم زه نه پرې پوهېدم، خو دابراهيم عليه السلام او اسماعيل عليه السلام د نومونو په اورېدو پوه شوم چه مولوی صاحب د قربانی په اړه خبرې کولې، دهغه وينا اوږده شوه او څه کم يو ساعت وخت يې ونيو، په لمانځه کښې د امام قرائت له عربی تلفظ سره توپير درلود، خو بيا هم پرې پوهېدو چې دی د فاتحی او قران کريم د يو سورت تلاوت کوی، د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته امام د اختر خطبه ولوستله او بيا دوی د خپل عادت له مخې څلور رکعته نفل لمونځ وکړ ، زه له جومات څخه دباندې راووتلم، جومات په ځانګړي ښکلي ډول جوړ شوی چې چينايي بڼه پکښې له ورايه برېښېده، د جومات انګړ هم لوی او له جومات سره يو ځای يې خوار زيات پراخوالی درلود، د اودسونو لپاره يې تودې اوبه او ګرم تشنابونه درلودل . زه د جومات د بڼی او ډول په ننداره بوخت وم، زما همکار شيمون له جومات نه راووت او له جومات دباندې مو له يو چينايي مسلمان سره خبرې وکړې او د اختر د لمانځنی په اړه يی داسې وويل :

اواز

له دې وروسته زه او زما همکار شيمون له جومات سره نژدې سيمی يو رستورانت ته لاړو او هلته مو د غرمې ډوډۍ وخوړه، درستورانت څښتنان مسلمانان وو، دوی هم دچين له هوی قوم څخه و، په ډېره مېلمه پالنه سره يې زمونږ هر کلی وکړ، په رستورانت کښې د ډوډۍ خوړلو لپاره نور خلک هم راغلي وو، ځينی يې مسلمانان او ځينی نور بيا د بېجينګ ښار يان وو، دغه رستورانت ته يو مصری هم راغلی و له هغه سره مې پېژندګلوي او خبرې وکړې چې په دغه سيمه کښې په يو پوهنتون کښې يې دعربي ژبې ښوونه کوله او استاذ و د خبرو په ترڅ کښې يې زه د چينايي ژبې په زده کړه او په عامو ځايونو کښې په ګرځېدو او دغه راز له چينايانوسره په راشه درشه او تماس وهڅولم او ويې ويل چې د پلازمېنی بېجينګ په ښار کښې په ١٠ ګونو جوماتونه شته دی. له ډوډۍ خوړلو وروسته د رستورانت څښتن د قربانی لپاره دوه پسونه راوستلی وو چې مصري استاذ حلال کړل د رستورانت څښتن د لوی اختر په مناسبت داسی وويل:

اواز

درنو اورېدونکو څه کم يوه مياشت کېږي چې زه چين او پلازمېنی بېجينګ ته راغلی يم دا لومړی ځل و چه زه په چين کښې اختر او يو اسلامی مناسبت تېروم ، ما ګومان نه کاوه چې په بېجنګ کښې به د مسلمانانو او جوماتونو شمېردومره زيات وي، پخپله دچين او په تېره بيا د بېجينګ ښاريان ډېر ارام او د خوشحاله طبيعت لرونکي وګړي دي او د بل ډېر احترام او مسلمانانو ته د درناوی په سترګه ګوري، دچين مسلمانان په ازاده او ارامه توګه خپل ديني مناسبتونه او اخترونه لمانځی د ښار په بېلا بېلو برخو کښې اسلامي رستورانتونه شته چه يو مسلمان وګړی د خوراک لپاره کولای شی ورشی او له کومې ستونزی سره نه مخامخ کېږي .

قدرمنو اورېدونکو تاسی دچين په پلازمېنه بېجينګ ښار کښې د لوی اختر د لمانځنی په اړه دغه ځانګړی پروګرام واوريد زه امان الله عمران د خپلو ټولو کارکوونکو په استازيتوب تاسو ټولو اوريدو نکو ته د لوی اختر مبارکی وايم هيله ده چه خوشحاله، ارام او نيکمرغه اوسۍ .