د سين هوا اژانس د خبر له مخی د چرګانو او مرغانو د نوی انفلونزا د مخنيوۍ په باب نړيواله غونډه د جنوری په ١٣ نيټه په توکيو کی پای ته ورسيده او پکی برخه والو د نوی ډوله انفلونزا په لومړنيو وختونو کی د اړوندو اقداماتو نيولو په هکله زيات ګډ نظريات ترلاسه کړی دی .
دغه دوه ورځنی غونډه د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا جوړه شوه او د اسيا ، اروپا او امريکی د څه د پاسه شلو هيوادونو او سيمو نه راغلو استازيو پکی برخه درلوده .