<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-14 18:53:53    
مونږ او اوريدونکي

cri

دمونږ اواوريدونکی پروګرام درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ،

د ګيډۍ ګيډۍ سلامونو په وړاندی کولوسره زه سپوزمۍ او زما همکار امان الله عمران نن بيا ستاسو په خدمت کښی يو . هيله ده چه دپروګرام تر پای پوری له مونږ سره پاتی شی .

عمران __د پروګرام په پيل کښی به دا ليک راوخلو چه د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهری له اچهريان کمپ څخه قدرت الله ارمانی رااستولی ، دی ليکی په افغانستان کښی ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او ور سره ملګری هر يو طارق الله همدرد ، محمد عارف عرفان ، نثار احمد احمدی ، لطيف الله وفا، عبدالصبور صابری ، عبدالمالک تقوی ، عبدالمنان حيدری ، عبدالولی قادری ، فدا محمد فدا ،فضل واحد واحدی ، اصيل محمد صديق ، سلامت خان جګرخون ، عبدالقدير وفا ، عبدالشکور شلګر ، حبيت الله درويش او سرباز خان هجران دوی ټول دچين بين المللی راډيو ته سلامونه وايی او ليکی چۀ مونږ او زمونږ نور ملګری هره ورځ دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په ډيره مينه سره اورو، په تيره بيا د مونږ او اوريدونکو پروګرام سره مينه او علاقه لرو . د ليک ليکونکی وايی ما ته پاکټونه ، مطبوعات او مجلی راواستوی که مو راواستول ، نو زه به هميشه ستاسی سره قلمی رابطه ټينګه وساتم .

سپوږمۍ __ دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد چارسده روډ خزانی کمپ نه ګران اوريدونکی معشوق جان کاموال او عاشق الله مونږ ته راليږلی دی .دوی لومړی په ليک کښی وايی چه مونږ د سی ، ار، ای راډيو ټولو همکارانو ته د زړه له کومی

غونچی غونچی سلامونه وايو او بيا زياتوی چه مونږ ستاسی پښتو خپرونه په ډير

شوق سره اورو او ډيره علاقه ور سره لرو اوهم ډيرمعلومات ورڅخه اخلو . ستاسو هر يو پروګرام د ستاينی وړ دی او هر يو پروګرام په ډير شوق سره اورو .

عمران __ معشوق جان کاموال عاشق الله وروره ، تاسی زمونږ پښتوخپرونه ډيره ستايلی ده او تل مونږ ته ليکونه رااستوی ، مونږ ستاسو څخه ډيره مننه کوو . مونږ به په خپل کار کښی زيات کوشش وکړو چه زمونږ پښتو پروګرامونه نور هم ښه شی او ستاسو دپاره ښه خدمت وکړو . د تيراکتوبر په لومړی تاريخ تاسی مونږ ته د کوچنی اختر مبارکی راليږلی وه ، ستاسو څخه ډيره مننه کوو . وروره ، بخښنه غواړو چه دغه وار د تايوان په باب د معلوماتی مسابقی پاڼی تاسو ته ناوخته دررسيدلی دی ، پروا نه لری چه که څه هم تاسی ناوخته مونږ ته دمعلوماتی مسابقی پاڼی راليږلی دی ، خو مونږ به په دی مسابقه کښی تاسو ته د ګډون حق درکړو او د تيری مسابقی په شان به تاسی د جايزی له ګټلو څخه بی برخی نه کړو .خو لومړی هيله دا ده چه تاسی په دی سيالی کښی برياليتوب تر لاسه کړی . تير ځل مونږ تاسوته دا پښتو هنداره دری مياشتنی پاڼه او دچين تاريخی ديوال عکسونه هم درليږلی دی . خوشحاله اوسی .

سپوږمۍ __دا ليک د مانسهری څخه اوريدونکی امان الله امان مونږ ته راليږلی دی . لومړی امان الله امان او ور سره ملګری لکه هر يو برهان الدين ربانی ، عبدالله اندوی ، مير عالم او حسن خان او محمد امين عبدالرحمان مونږ ته سلامونه وايی هغه په ليک کښی ليکی چه مونږ ټول په مانسهره کښی د لسم ټولګی زده کوونکی يو .مونږ دچين د بين المللی راډيو سره ډيره مينه لرو او هر وخت يی ډيره په مينه

اورو او هره يکشنبه ور ته په انتظار ناست يو چه پروګرام واورو او دا پروګرام مونږ ته ډير خوند راکوی او زمونږ ور سره ډير شوق دی . د ليک په پای کښی يی له مونږ څخه د پاکټونو او مجلی ورليږلو غوښتنه هم کړی ده .

عمران __ وروره ، مونږ هيله من يو چه تاسی هره ورځ زمونږ پروګرامونه واوری او زمونږ د پروګرامونو په باب څه نظريات ، وړانديزونه او انتقادونه مونږ ته وړاندی کړی .، د هغه شی چه د درليږلو غوښتنه مو يی کړی ، مونږ به يی دامکان په صورت کښی تاسو ته دروليږو ،خو زمونږ په لاس کښی د ځينو شيانو د نشتوالی له امله ستاسی غوښتنی نشو پوره کولای ، هيله ده تاسی خفه نشی . .

سپوږمۍ __ دا ليک اوريدونکی محمد امين ارمانی مونږ ته راليږلی دی . هغه په ليک کښی وايی چه دا زما لومړنی ليک دی چه زه يی درليږم او بايدخپور يی کړی او له ما سره ملګری دی عبدالرحمن ، نظر محمد ، بلال او جاويد زه او زما ملګری ستاسوله خپرونی ډير خوښ يو او ډير په شوق او ذوق سره يی اورو او ډيری مو خوښی دی . او د ليک په پای کښی يی دا لنډی ليکلی دی چه

کاغذه لاړشه په هوا شه اول تری زار شه

په عنايت الله رمز باندی می وايی سلامونه

عمران __ وروره ، مونږ ډير خوشخاله يو چه تاسی مونږ ته ليک راليږلی دی ، اوس تاسی داوريدونکو په ډله کښی يو نوی غړی ګرځيدلی يی ، هيله ده چه تاسی تل مونږ ته ليکونه راوليږی او هره ورځ زمونږ پروګرام اوری ، زمونږ د پروګرامونو مثلا د خبرونو ، تبصرو او خاصو مضامينو په باره کښی څه نظريات ،وړانديزونه او انتقادونه مونږ ته راواستوی .

سپوږمۍ __ د پيښور څخه اوريدونکی ګل حسين مونږ ته ليک راليږلی دی . دی په خپل ليک کښی وايی چه مونږ ستاسو د راډيو پښتو پروګرامونه اورو . مونږ هيله کوو او خوښيږو چه زمونږ او ستاسو تر منځ قلمی اړيکی او د دوستۍ روابط دوام وکړی . هغه بيا زياتوی چه مونږ يو لسنرز کلب جوړول غواړو ، مګر مونږ ته د کلب قوانين معلوم نه دی او مونږ ته د کلب قوانينو قواعدو ضوابطو طريقه کارفارم يا کتابجه او د چينی ژبه لوست کتابچه راوليږی .

سپوږمۍ __ وروره ، مونږ هم غواړو چه تل له تاسو سره قلمی اړيکی وساتو . مونږ په دی ډيرخوشحاله يو چه تاسو د لسنرز کلب جوړول غواړی ، دا يو ډير ښه کار دی . د يو کلب جوړولو ته کوم قوانين پکار نه دی ، تاسی په خپله خوښه کلب جوړولی شی . که کلب جوړ شی ، نودچارو د پرمخبيولودپاره بايد د کلب مشر وټاکل شی ، نو په دی لړ کښی تاسی کولی شی ځينی فعاليتونه ترتيب کړی ، مثلا د کلب ټول غړی کولی شی چه يو ځای زمونږ پښتو پروګرام واوری او يا د کومی موضوع او پيښی يا د کوم مضمون او تبصری په باب بحثونه وکړی او خپل نظريات څرګندکړی . هيله ده چه تاسی ژر کلب جوړ کړی ، مونږ ستاسی له خوا ښه زيری ته سترګی په لاره يو . مونږ تاسو ته د نوی کال يوه کليزه ، مجلی ، د پښتو د ټولو پروګرامونو تفصيلات او معلومات تاسو ته درليږلی دی . خوشحاله اوسی .

عمران __ دغه راز د پاکستان صوبه بلوچستان ضلع پښين کلی تراټی څخه اوريدونکی عبداالله جان ارمانی ، نصيب الله راجا ، عبدالباری حيران ، بدرالدين عزيزی مونږ ته ليک راليږلی دی دوی په ليک کښی وايی چه تر ټولو مخکښی دچين بين المللی راډيو ټولو کارکوونکو ته په ورين تندی مينه او محبت سره

سلامونه وايو او لاس په دعا يو چه ستاسو په همت د پښتوخپرونی نوره زياته ترقۍ په برخه شی . مونږ ټول پروګرامونه په ډير مينه او محبت سره د زړه په غوږو اورو او خوندونه تری

اخلو ، د خدای څخه غواړو چه تل مو ټول پروګرامونه کامياب او بريالی وی . دوی د ليک په پای کښی بيا وايی چه ټولو کارکوونکو او اوريدونکو ته د کوچنی اختر مبارکی وايو او په دی هيله يو چه د ټولو نيکمرغۍ په برخه شی او زمونږ د کوچنی اختر مبارکی ومنی . د ځوان شاعر عبدالله جان ارمانی يو غزل هم رااستولی چه ور ته و به يی لولو .

زړګيه نور به دی ده ښکلو له ياری ساتمه

ژوند می دی ستړی وی خو تا له مجبوری ساتمه

ستا د ياری پر هر لار را ته پراته غمونه

په سر او سترګو به دی ګرانی له خواری ساتمه

ته بی وفا يی وفا نه کوی او هير دی کړمه

زه به ياری در سره تل تر زندګی ساتمه

که له اغزو سره هر کله مخامخ يم په ژوند

ستا خوږه مينه به په زړه کښی ليونی ساتمه

تا ارمانی ته ډير داغونه پر زړګی ورکړی

ستا په ياری کښی به نور ځان له ملنګی ساتمه .

سپوږمۍ __ دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع او تحصيل مانسهری څخه اوريدونکی داکتر محمد اسماعيل احمدزی مونږ ته راليږلی دی . هغه په ليک کښی

وايی زه ستاسو پروګرام په ډيرشوق او ذوق سره اورم ، خو په ډار ډار باندی ځکه چه په زړه ډار وی چه اوس به زلزله کيږی ، نو همدغه وجه ده چه کله ليک درليږم ځينی ځای پکښی خراب وی او زه له ستاسو نه ډير مسکور يم چه ستاسی د خپل قيمتی وخت په نيولو سره مونږ ته لکيونه راليږی .دی د ليک په پای کښی بيا زياتوی چه هغه دوستان چه زمونږ له ژبی سره يی شوق پيدا شوی ، هغو ټولو ته دی زما سلامونه ورسيږی اوکولی شی چه زمونږ سره قلمی رابطه وساتی .