د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين د سوداګری وزير مرستيال چن جيان د جنوری په اتلسمه نېټه په بيجينګ کی وويل د چين حکومت به تر خپلی وسی پوری هغو مصيبت ځپلو هېوادونه ته بيړني بشري مرستې برابرې کړي چه مرستو او ملاتړ ته اړتيا لری ٠
چن جيان په همدې ورځ د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر لخوا په يوه مطبوعاتی غونډه کی دغه خبره څرګنده کړه او و يي ويل په وروستيو کلونو کی په نړۍ کی طبيعی او نور ناورينونه د زياتيدو په حال کې دي ، چين بايد له نړېوالی ټولنی سره يو ځای د ناورينونو پر ضد د مبارزې او د انسانانو د ګډې کورنۍ د ساتنی لپاره کوشش وکړي ٠