د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د روغتيا د نړيوال سازمان عمومی مدير لی جونګ ووک د جنوری په اتلسمه نيټه په بيجينګ کی وويل چه د چرګانو او مرغانو انفلونزا د ټولو نړيوالو په وړاندی يو ګواښ دی او نه د يو يا څو هيوادونومسئله ده ، نو له دی امله د دغه ډول ساری ناروغۍ د وقايی او کنترول په برخه کی بايد هيڅ هيواد بی پروايی ونه کړی.
ښاغلی لي جونګ ووک د مرغانو د انفولونزا د وقايی او کنترول لپاره د پيسو راغونډولو د نړيوالی غونډې په ترڅ کی له خبريالانو سره پهخپله مرکه کی وويل، پخوا بشريت دساينس او تکنالوژۍ سويی د ټيټوالی له امله نشوای توانيدای چه د اړوندو ويروسونو د بدلون او بدليدونکی کچی په اړه معلومات ترلاسه کړی ،نو د مرغانو انفلونزا د خپريدو د مخنيوۍ په برخه کی له زياتو ستونزو سره مخامخ ؤ . نن ورځ ساينس او تاکنالوژی زيات پرمختګ کړی او خلک بايد په دی ساحه کی لا ښه او غوره لاررا ولټوی .